د افغانستان د دفاع وزارت د چهار شنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د می ۲۶) د تويتر له لارې ويلي چې د بغلان په بغلان مرکزي ولسوالۍ کې يې د دغو عملياتو په ترڅ کې په ټولیزه توګه تر ۶۰ ډېر کسان چې ۲۶ یې ملکيان او ۳۶ یې د امنيتي ځواک غړي دي، آزاد کړي دي.
زياته شوې چې په د دې عملياتو په ترڅ کې څلور طالب جنګيالي وژل شوي دي.
وسله وال طالبان د افغانستان په ډېرو سيمو کې خپل زندانونه لري. د سيمه ایزو رسنيو په حواله په دغو زندانونو کې په زرونو کسان بنديان دي چې دولتي کارکوونکي او د امنيتي ځواک غړي هم پکې شامل دي.
زياته شوې چې په دغو زندانونو کې همدا راز ملکي کسان هم د حکومت له پاره د جاسوسۍ په تور بنديان دي.
د سه شنبې په ورځ هم په هرات ولايت کې له ورته يوه زندان څخه د۴۰ کسانو د آزاديدو خبر ورکړل شوی وو.
وسله والو طالبانو په دې وروستيو کې خپل بريدونه شديد کړي دي او افغان حکومت د طالبانو له خوا د مي مياشتې له پېل راهيسې د څلورو ولسواليو تر نیولو وروسته چټکو پوځي برياو ته اړتیا لري.
ځانګړو ځواکونو لوګر کې ۲۲ تنه د طالبانو له زندانه آزاد کړي
له افغانستان څخه د امريکايي او ناټو ځواکونو د اخراج له پېل راهيسې له ملکي وګړو سره د امنيت په اړه انديښنې ډېري شوي دي.
وروستي امريکايي عسکر بايد د روان میلادي کال د سپتمبر تر ۱۱ نيټې پورې له دغه هيواده ووځي چې دا په ۲۰۰۱ کال کې په امريکا کې د بريدونو له شلمې کلیزې سره سمون لري.
ب. ص/ ن. ز (DPA)
زموږ له آرشيف څخه:
په افغانستان کې په زرونو طالب بنديان هيله مند دي چې د سولې هوکړه ليک په لاسليک کولو سره به آزاد شي. د اسوشتيدپريس خبريالانو په څرخي پله زندان کې له هغو سره مرکې کړي دي. د هغوی د وضعيت په اړه جزئيات له انځورونو سره وګورئ!
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gulد اسوشتيد پريس خبري آژانس خبريالانو د کابل په څرخي پله زندان کې طالب بنديانو سره مرکې کړې دي. د دغو خبريالانو په خبره، طالب بنديان د زندان په يوه جلا بلاک کې ساتل کيږي. دغه بلاک تر شديدو امنتي تدابيرو لاندې دی خو په خپله طالبان په بلاک کې دننه آزادي لري.
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gulد څرخي پله زندان مختلفې برخې لري چې يوه ځانگړی برخه يا ځانګړی بند يې د طالب بنديانو له پاره دی. طالب بندیان په خپل بند کې په آزاد ډول له يو بل سره ويني او خپل عبادات او مطالعې کوي. ځينو يې له بد چلند څخه شکايت کړی دی. د مولوي سهاب په نوم يو طالب بندي ويلي چې له غچ څخه ويره لري او بنديان د ساتونکو له خوا وهل ټکول کيږي. هغه شکایت کوي چې د يو شمير طالبانو د بند مودې تيرې شوي خو لا هم په بنديان دي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gulد اسوشتيد پريس خبري آژانس خبريالانو د طالبانو له سرچينو څخه معلومات ترلاسه کړي چې ګواکې دغې ډلې امريکايانو ته د ۵ زره طالب بنديانو نوملړ سپارلی چې د سولې د هوکړه ليک په امضا کولو سره دې آزاد شي. د دغه آژانس خبريالانو له يو شمير طالب بنديانو سره په څرخي پله زندان کې مرکې کړي دي. ځينو طالب بنديانو ملا محمد عمر په مشرۍ د طالبانو د حکومت د وخت خاطرې بيان کړي دي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gulپه دغې مرکه کې مولوي نياز محمد د طالب بنديانو د مشر په توګه ښودل شوی، خو هيڅ بندي هغه خپل رسمي مشر نه دی ښوولی. هغه ويلي چې خپله د بند ۱۵ کلنه دوره تيروي. نياز محمد د طالبانو د نورو مذاکره کونکو په څير په نرمه ژبه خبرې کوي. «طالبان به د پخوا په څير نه وي. موږ غواړو ښځې تحصيل وکړي او د اسلام په چوکاټ کې په ټولو برخو کې کار وکړي.»
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gulد څرخي پله په زندان کې طالب بنديان موبايلونه لري او په آسانۍ له بهر سره اړيکې نيسي. د اسوشتيد پريس خبريالانو د سترګو ليدلی حال داسې ښکاره کوي چې طالب بنديان په زندان کې دننه منظمه شبکه لري او ټول بنديان يې د ولايتونو له مخې ثبت کړي دي، حتی پوهيږي چې څوک ناروغ دی او يا يې ژوند له لاسه ورکړی دی. مولوي نياز محمد ويلي دي: «افغان ځوانان نه بايد له طالبانو وډار شي؛ ځکه چې دا هغوی دي چې وطن جوړوي.»
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gulد څرخي پله زندان د ۵ زره کسانو وړتيا لري، خو اوس يې په ۱۱ بلاکونو کې ۱۰۵۰۰ کسان بنديان دي. په دوی کې نژدې ۳ زره يې د طالب جنګياليو په ډله کې حسابيږي چې په يو مخصوص بلاک کې اوسيږي. امنيتي ځواکونه دغه بلاک ته په بشپړ احتياط او پر وسلو سمبال دننه کيږي. د زندان مسئولان وايي چې طالب بنديانو سره د چلند پر وخت هڅه کوي چې د بشر حقونو اصول رعايت کړي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gulدغه طالب بنديان د ساتونکو د بد چلند او د روغتيايي او هوساينې خدماتو له کمښت څخه شکايت کوي. خو د زندان مشر د هغوی دغه ادعاوې ردوي او وايي چې روغتيايي خدمات حتی له هغو چې دغو طالب بنديانو په خپلو کليو کې درلودل، بهتره دي. هغه ويلي دي چې دوی په اوونۍ کې درې ځله غوښه خوري او د بند په منځ کې آزاد تک راتک کوي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gulمسئولانو ويلي چې د زندان روغتون د جوړيدو په حال کې دی. طالب بنديان کتابتون، ښوونځي، د سواد زدکړې کورس او جومات ته هم لاسرسی لري او خپل لمونځونه په جمع او خطبو سره ادا کوي. ځينې د طالب بنديانو آزادول د جګړې د پاي او د سولې د هوکړه ليک په لاسليک کولو کې موثر ګام بولي، خو ځينې شنونکي بيا وايي چې د طالبانو په خبرو او عمل کې روښانه تفاوت شته او د دغو جنګياليو خوشي کول به امنيتي وضعيت نور هم خراب کړي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul