1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بوش: له افغانستانه د ځواکونو ايستل «تېروتنه» ده

۱۴۰۰ تیر ۲۳, چهارشنبه

د امريکا پخواني ولسمشر جورج بوش له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو پر را ايستلو نيوکه وکړه او ویې ويل چې ملکيان د طالبانو له خوا «قرباني» کيدو ته پرېښوول شوي دي.

George W. Bush im DW Interview mit Ines Pohl
انځور: DW

د امريکا متحده ایالاتو پخواني ولسمشر جورج ډبليو بوش د چهار شنبې په ورځ له دويچه ويله سره په مرکه کې دا څرګندونې وکړې. نوموړي په خپلو خبرو کې زياته کړه: «افغان ښځې او نجونې به د نه ويلو وړ زيان وويني.»

هغه زياته کړه: «دا يوه تېروتنه ده...هغوی [افغانان] به د دغو بې رحمه انسانانو له خوا قرباني شي او دا خبره ما سخت خواشينی کوي.»

د جمهوري غوښتونکو دغه پخوانی ولسمشر چې د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د ۱۱ نيټې تر بريدونو وروسته یې افغانستان ته ځواکونه ليږدولي ول، وويل چې د آلمان صدارعظمه انګلا ميرکل هم «همدا ډول احساسات لري.»

بوش د ميرکل په اړه چې د صدراعظمې تر څلورو دورو وروسته تقاعد کيږي، وويل چې نوموړې دغه ډېر مهم مقام ته ډېر «وقار بخښلی وو او ډېر مهمې پريکړې یې کړي دي.»

بوش له دويچه ویله سره په دې مرکه کې صدارعظمه ميرکل هم وستايلهانځور: Matthew Cavanaugh/dpa/picture-alliance

له افغانستان څخه په داسې حال کې د ناټو او امريکايي ځواکونو د اخراج بهير روان دی چې وسله والو طالبانو د هيواد په ډېرو برخو کې خپل تهاجي بريدونو ته زور ورکړی دی او ډېري کورنۍ بې ځایه شوي دي.

جورج بوش: د امریکا پخوانی ولسمشر د بدلون په دور کې

پر تاوتريخوالي سربیره دغه هيواد د کرونا وبا د يوې نوې څپې له کبله هم سخت کړيږي.

ملګرو ملتونو د سه شنبې په ورځ ويلي ول چې د تاوتريخوالي پراخيدل به په ټول هېواد کې د خلکو د «کړاونو کچه نوره هم لوړه کړي.» دغه سازمان له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه کړې چې له افغانستان سره خپلې مالي مرستې جاري وساتي.

خو د امريکا اوسنی ولسمشر جو بايدن پر دې سربيره هم ټینګار کوي چې اوس وخت رارسېدلی دی چې په افغانستان کې د امريکا ښکيلتيا پای ومومي او افغانان د خپل راتلونکي مسؤليت پر خپله غاړه واخلي.

ب. ص/ ن. ز (AFP)

زموږ له آرشيف څخه: