1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل به په پارلماني کمیسیون کې د افغانستان په اړه وپوښتل شي

۱۴۰۳ آذر ۸, پنجشنبه

د المان پخوانۍ صدراعظمه انګلا میرکل او د هغه وخت د کابينې دوه وزیران یې په یوه پارلماني کمیسیون کې د افغانستان د ماموریت او د تخلیې عملیاتو په اړه شاهدي ورکوي. میرکل په خپل کتاب کې هم د افغانستان وضعیت ته اشارې کړي دي.

د المان پخوانۍ صدراعظمه انګلا میرکل
د سوسیال دیموکرات ګوند استازي یورګ نورنبرګ وایي چې انګلا میرکل د افغان سیمه ایزو همکارانو د سخاوتمندانه تخلیې له پاره کوښښ کړی وو انځور: Bernd Von Jutrczenka/dpa/picture alliance

په المان کې مشهوره ښځينه سیاستواله انګلا میرکل د دغه هیواد د پارلمان په یوه کمیسیون کې د وروستۍ شاهدې په توګه حضور پيدا کوي. ټاکل شوې ده چې میرکل به د دسمبر په پنځمه نیټه دغه کمیسیون ته توضیحات ورکوي چې ولې د دې تر رهبرۍ لاندې حکومت یې د ۲۰۲۱م کال په اګست کې په بیړه د طالبانو له خوا د واک له نیول کیدو بې خبره وو او د الماني اتباعو او افغان سیمه ایزو کارمندانو د تخلیې بهیر یې قسماً بې نظمه او ګډوډي په کې رامنځته شوې وه.

ماس: «مونږ وضعیت غلط ارزولی وو»

د المان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۱۶ نیټه اعتراف وکړ چې د سپیناوي له پاره څه شتون نه لري: «مونږ ټولو، حکومت، استخباراتي سازمانونو او نړیوالې ټولنې وضعیت غلط ارزولی وو.»

تر اوسه پورې هیڅ یوه کس چې په دې تحقیقي کمیسیون کې یې شاهدي ورکړې ده قاطع ځواب یې نه درلود چې ولې خبره دې ته ځایه رسیدلې وه. د المان د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړی استازی هم په هغو کسانو کې شامل دی چې د کابل له سقوط څخه لږ مخکې له افغانستان څخه وتلی وو.

د المان د بهرنیو چارو وزارت دغه پخواني استازي د ۲۰۲۲م کال په اکتوبر کې په دغه کمیسیون کې وویل: «ما هیڅ کله فکر نه کولو چې دومره زر به سقوط رامنځته شي.» نوموړي په عین وخت کې زیاته کړه: «امنیتي وضعیت په پرله پسې ډول خرابېدلو.» دغه جمله په دې کمېسیون کې د سوسیال دیموکرات ګوند استازي یورګ نورنبرګ له شاهدانو څخه په تکرار سره اوریدلې ده.

خو د نوموړي په خبره په ورته وخت کې د بهرنیو استخباراتي ادارو له خوا په تکرار سره د طالبانو د چټک پرمختګ کولو خبره شوې ده.

نا سم اطلاعاتي ارزونه

نورنبرګ دویچه ویله ته وویل چې دغه معلومات په مستقیم ډول د المان حکومت ته نه وو انتقال شوي. د هغه په وینا د المان د بهرنیو استخباراتو ادارې په څرګند ډول وضعیت بل رنګه ارزولی و. هغه وایي چې وروسته ټول معلومات د المان په بهرنیو چارو وزارت کې یوځای شوي وو او د استخباراتي سازمانونو د معلوماتو په اساس دا ډول ارزونه شوې وه چې د طالبانو له خوا به د واک نیول کیدل په نږدې وخت کې نه رامنځته کیږي.

طالبان د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۱۵ بې له دې چې له کوم مقاومت سره مخامخ شي، کابل یې ونیوه او ځان یې د جمهوري ریاست ارګ ته ورسولوانځور: Zabi Karimi/AP Photo/picture alliance

نورنبرګ په دې باور دی چې دغه ناسمه ارزونه د المان په ټولو حکومتي ادارو کې چې د افغانستان په ماموریت کې ښکېل ول موجوده وه.

نوموړی تشریح کوي چې د ګیرد مولر تر مشرۍ لاندې د پراختیایي همکاریو وزارت د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې په دې تصور کې و چې کولی شي د لا زیاتې اوږدې مودې له پاره په افغانستان کې فعاله پاتې شي.

نورنبرګ زیاتوي: «او د دې ارزونې مطابق هڅه شوې وه چې سیمه ایز کارمندان د امکان تر حده پورې تر ډیر وخته په افغانستان کې دننه وساتل شي.»

«د سیمه ایزو همکارانو د تخلیې له پاره د میرکل سخاوتمندانه هڅې»

د المان د سوسیال دیموکرات ګوند سیاستوال نورنبرګ د انګلا میرکل نقش ته په بل ډول ګوري او وایي چې په اسنادو کې نه لیدل کیږي چې د المان صدراعظمې دې همغږې کوونکی یا اداره کوونکی رول درلودلی وي.

نوموړی وایي که څه هم په دې مسائلو کې د میرکل مستقیم تاثیر نه لیدل کیږي، خو هغې د افغان سیمه ایزو همکارانو د سخاوتمندانه تخلیې له پاره کوښښ کړی وو: «په دې اړوند صدراعظمې میرکل واقعاً هڅې کړې وې.»

نورنبرګ او د دې څېړنیز کمېسیون نور غړي د دسمبر په پنځمه نېټه د دې فرصت لري چې په دې اړه له میرکل څخه په مستقیم ډول پوښتنې وکړي. د دې کمېسیون غړي به د میرکل د خاطراتو د تازه خپاره شوي کتاب ځینې پاڼې حتماً لولي. میرکل په خپل کتاب کې لیکلي دي چې د اګست په ۱۳ نیټه، یعنې د کابل له سقوط څخه دوه ورځې مخکې یې د المان د هغه وخت د دفاع وزیرې انه ګریت کرامپ کارنباور سره تلیفوني خبرې کړې وې او د کابل د کړکېچنو وضعیت په اړه یې ترې معلومات ترلاسه کړي ول.

د تخلیې عملیاتو ته شین څراغ

میرکل په دې کتاب کې تشریح کړې ده چې دې بحراني وضعیت ته یې څنګه غبرګون ښودلی وو: «د راتلونکي ورځې په سهار یې ما انه ګرېت کرامپ کارنباور او یو بل مسئول وزیر ته د یوه تلیفوني کنفرانس په ترڅ د تخلیې د یوه بشپړ عملیاتو له پاره د امادګۍ په خاطر شین چراغ ورکړ.»

د کابل له سقوط څخه وروسته د هغو زرګونو خلکو انځورونه چې هوایي ډګر ته تللي وو څو له طالبانو څخه تیښته وکړي د نړیوالو رسنیو په سرټکو بدل شول. د پارلمان د تحقیقاتي کمیسیون په غونډه کې به د دې وضعیت په اړه هم له میرکل څخه پوښتنې وشي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب