1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغانستان سره د ۲،۴۴ میلیارده ډالرو مرستې ژمنه شوې

۱۴۰۱ فروردین ۱۲, جمعه

د ملګرو ملتونو سازمان د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې مرسته کوونکو هیوادونو له افغانستان سره د ۲،۴۴ میلیارده ډالر بشردوستانه مرستو ژمنه کړې ده. خو دغه سازمان ونه توانید خپل د بیړنیو مرستو اصلي هدف ته لاسرسی پيدا کړي.

Afghanistan | Humanitäre Situation
انځور: WAKIL KOHSAR/AFP/Getty Images

ملګرو ملتونو پلان درلود چې په روان میلادي کال کې به د افغانستان له پاره ۴،۴ میلیارده ډالره مالي مرسته راټولوي. په افغانستان کې په میلیونونو انسانان د لوږې له امله د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي او اقتصاد یي د پاشل کیدو له خطر سره مخامخ دی. ملګرو ملتونو تر اوسه پورې د هیڅ کوم هیواد له پاره د دومره ډېرو پيسو وړاندیز نه دی کړی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش وویل چې بې له بیړنیو مرستو د افغانستان اقتصاد کیدای شي یوې ویجاړوونکي مرحلې ته داخل شي. همدا اوس هم یو شمیر افغانان مجبوره شوي دي چې د ژوندي پاتېدو له پاره خپل ماشومان او د بدن غړي خرڅ کړي.

خو ملګرو ملتونو اعلان  وکړ چې د بریتانیا، آلمان او قطر هیوادونو په کوربتوب د یوه مجازي کنفرانس په ترڅ کې یي د خپل هدف یوازې نیمایي برخې ته لاسرسی پيدا کړی دی.

په دغه کنفرانس کې ۴۱ هیوادونو ګډون کړی و. مخکې تر دې ملګرو ملتونو له نړیوالو او په ځانګړي توګه له لوېدیځو هیوادونو غوښتي ول، حتی په داسې یو وخت کې چې د ټولو توجه د اوکراین جګړې ته را ګرځیدلې ده، افغانستان مه هیروئ.

ګوتیرش وویل: «قوي او شتمن هیوادونه نه شي کولی، د زیانمنو خلکو په اړه د خپلو پریکړو پایلې له پام وغورځوي.» هدف یي په تیر ملادي کال کې له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ ځواکونو وتل ول.

د ملګرو ملتونو سازمان عمومي مشر او نورو ویناوالو وویل چې د طالبانو له خوا د واک تر نیولو وروسته، په افغانستان شدید فقر، سرکوبه کول او قحطي حاکمه ده.

د ګوتیرش په خبره په افغانستان کې شاوخوا ۹۵ سلنه خلک په کافي اندازه خواړه نه لري او ۹ میلیونه انسانان د لوږې خطر ګواښي.

نوموړي زیاته کړه: «موږ بې له عاجل غبرګون څخه د لوږې او سوی تغذي له کبله په افغانستان کې د مرګ له بحران سره مخامخ یوو. خلک د خپلو کورنیو د تغذیه کولو له پاره خپل ماشومان او د بدن غړي خرڅوي.» د ملکرو ملتونو عمومي منشي وویل چې هر ډول بشر دوستانه غبرګونونه باید د افغانستان د اقتصادي مرګ د مخنوي په معنی وي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرشانځور: Richard Drew/AP/picture alliance

بریتانيا د راتلونکي کال له پاره چې د اپریل له لومړۍ نېټې څخه پيلیږي د ۳۸۰ میلیونه ډالره مرستې وعده کړې ده. ټاکل شوې ده چې د دغو پيسو ۵۰ سلنه یې نجونو او ښځو ته ځانګړي شي.

آلمان اعلان وکړ چې ۲۰۰ میلیونه نورې پیسې هم په اختیار کې ورکوي، دا په داسې حال کې ده چې امریکا متحده ایالاتو بیا د ۲۰۴ میلیونه اضافي مرستو ژمنه کړې ده.

دغه کنفرانس وروسته له هغې ترسره کیږي چې طالبانو د نجونو د متوسطې او لېسې دور ښوونځي تړلي دي، هغه اقدام چې په نړیواله کچه د ناراحتۍ او غوسې سبب شوی دی.

د بریتانيا د بهرنیو چارو وزیر لیز تراس او د هغه آلماني سیال انالنا بئربوک، دواړو په دغه کنفرانس کې وینا وکړه. دوی د هغه لیک له لاسلیک کوونکو څخه دي چې د طالبانو دغه اقدام یي غندلی دی.

تراس وویل: «هیڅ ملیت نه شي بریالی کیدلی، که د خپلې ټولنې د نیمې برخې مخه ونیسي.» نوموړي پر دې ټینګار وکړ چې ښځې او نجونو د نړیوالو غبرګونونو په زړه کې ځای لري.

بئربوک وویل په افغانستان کې شل کلن پرمختګ نه باید د هغې واورې په شکل چې په اوبو کې ويلي کیږي لمنځه لاړ شي.

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو هم غږی کوونکي مارتین ګریفتس چې په دوحه کې یي په دې کنفرانس کې ګډون درلود وویل چې ژبه د افغانستان د خلکو له درد او رنځ بیانولو توان نه لري.

نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د طالبانو واک ته تر رسیدو وروسته په خارج کې د دغه هیواد نږدې ۹ میلیارد شتمني کنګل کړې ده.

ګریفیتس، د نړیوالو بانکونو سیستم ته د دغه هیواد د بیرته ستنولو لارو چارو پر اهمیت ټینګار وکړ.

Me, af (AFP)