1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روزګان: په سلګونو کورنۍ د جګړو له امله بې ځايه سوې دي

۱۳۹۹ مهر ۵, شنبه

په تیرو ۱۹ کلونو کي دا اول وار دی، چي په دغه ولسوالۍ کي جګړه دومره زیاتي کورنۍ بې ځایه کوي او وسله وال طالبان د ولسوالۍ ډیري سیمي نیسي. نور حال په رپوټ کې:

Afghanistan Flüchtlinge
د آرشيف انځورانځور: DW/S. Tanha

هغه کورنۍ، چي د جګړې له سیمي نورو ولسوالیو او مرکز ترینکوټ ته راغلي، د ډېرو خلکو د بې خايه کېدو او د طالبانو د پر له پسې بريدونو خبره کوي.

د خلکو په خبره، د سامانونو ډک کورونه، څاروي، له حاصلاتو شنه فصلونه او د ژوند نوري چاري يې همداسي پرې ایښي او یوازي يې د کورنۍ غړي راایستلي دي.

بېځایه کورنۍ، چي شمیر يې تر سلګونو رسیږي، وايي، له دریو خواوو وسله والو طالبانو د یادي ولسوالۍ پر بیلا بیلو امنیتي مرکزونو ډله ییزه جګړه پيل کړې ده.

دهراودیان زیاتوي، که جګړه مهار نه سي، نو د خلکو ژوند به له سختو مشکلاتو سره نور هم مخامخ سي.

دا مهال په یاده ولسوالۍ کي د جواریو، ماشو او کونجتو کښتونه او کروندي حاصل ته رسیدلي، خو له ټولولو ترمخه د وسله والو طالبانو شروع کړي جګړي هرڅه ورڅخه پاته کړل.

په دهراود ولسوالۍ کي لونډیاني هغه سیمه ده، چي زیاتي کورنۍ د جګړې د شدت له امله ورڅخه راوتلي دي.

عبیدالله او محمد خان د یادي سیمي اوسیدونکو، چي په توره شپه يې یوازي خپلې ښځي او کوچنیان له کورونو راایستلي، دويچه ويله سره په خبرو کي وویل، په سیمه کي حالات دومره خطرناک ؤ، چي يوازې يې خپل سرونه خوندي کړي دي.

د دوی په خبره که ږغ يې وانه ورېدل سي، نو نه یوازي په دهراود، بلکي په ټول روزګان کي داسي حالت رامنځته سي، چي بیا به یې مهار کول له توانه وتلی کار وي.

« عبیدالله : يوازې مو کوچنیان او ښځي لوڅي پښي را اویستل، نور مو کورونه له سامانونو دغسي ډک پرېښول، چي زموږ کورونه به څنګه سوي وي، آيا چور سوي که سوځل سوي به وي؟

د محمد خان په خبره شنه کښتونه او مځکي يې، چي حاصل ټولولو ته تیاري سوي وې، د جنګونو له لاسه ورڅخه پاته سوې. نوموړی زياتوي چې «ټول کال مو د یو او بل څخه قرضونه کړي وو، چي موږ ویل حاصل واخلو، نو پورونه به ادا کړو. هغه ټول د جنګ له لاسه راڅخه پاته سوه. »

د جګړو سربېره بشري او اقتصادي ‌بحران

دوی له طالبانو او دولت دواړو څخه غواړي، چي پرحال يې زړه وسوځي، ځکه په تش لاس او تش جیب له خپلو سیمو څخه په داسي حال کی راوتلي چي ورځ تر بلي هوا یخیږي او په روزګان کي د شپې لخوا هوا اوس هم یخه ده.

د دهراود ولسوالۍ مرستیال جلال الدین له دويچه ويله سره په خبرو کي د خلکو خبره پرځای ګڼي او وايي، په رښتیا هم په یاده ولسوالۍ کي له تیرو ۴ ورځو جګړو له لاسه په سلګونو کورنۍ کډی کولو ته اړي سوي دي.

دده په قول، که مرکزي دولت يې همکارۍ ته لاس ور اوږد نه کړي، نو د اقتصادي بحران ترڅنګ به بشري بحران هم په دغه ولسوالۍ کي رامنځته سي.

مرستیال ولسوال زیاتوي:« ټول ولس کډي بار کړي دي، کورونه او شنه فصلونه يې همداسي پاته سوي دي. که مرکزی دولت زموږ ږغ وانه وري، نو زما په فکر، چي یوه لويه غمیزه به رامنځته سي، ځکه دا خلک ډیر غریب خلک دي. ټول کال يې د خپلو کښتونو او کروندو په امید تیر کړی، خو اوس ټول له کورونو ووتل، ځکه جنګ خورا زورور دی.»

د روزګان د ولایتي شورا مخکنی رييس امان الله هوتکي بیا د دهراود ولسوالۍ د بیځایه سویو کورنیو ترڅنګ د ګیزاب ولسوالۍ خبره هم کوي او وايي، پر یاده ولسوالۍ هم سخته جګړه تیره سوې ده. تر ۳۰ زیاتو پولیسو تلفات ورکړي، نو په کار ده، چي په روزګان کي د ورځ تر بلي زیاتېدونکي جګړې مخ ونیول سي، که نه د روزګان له ناامنۍ سره به سویلي ټول ولایتونه ناارامه سي.

تراوسه وسله والو طالبانو د دهراود ولسوالۍ د بېځایه سویو کورنیو او جګړو په اړه څه نه دي ویلي.

دهراود د روزګان ولایت په جنوب کي ګڼ مېشته ولسوالي ده چي کندهار او هلمند ولایتونه له دغه ولایت سره نښلوي.

محمدابراهیم سپېڅلی/ کندهار