1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میلر: د اخراج پروسه د مخه پیل شوې ده 

۱۴۰۰ اردیبهشت ۵, یکشنبه

امریکا متحده ايالاتو او ناټو له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د اخراج پروسې د يوې برخې په توګه خپل «محلي اقدامات» پیل کړل. دغه خبره په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو قوماندان نن يکشنبه د اپریل ۲۵مه کړې ده.

Afghanistan Bundeswehr Abzug Nordafghanistan
جنرال ميلر وايي چې په حاضر وخت کې د دوی ټول ځواکونه د بيرته ستنیدو له پاره د خپل چمتووالي په حال کې دي - آرشیف انځور: DW/M. Saifullah

له کابل څخه د آلمان خبري آژانس ليکي چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو قوماندان، جنرال سکاټ ميلر، په کابل کې خبريالانو سره په خبرو کې وويل چې د اخراج پروسه لا د مخه پیل شوې ده. هغه وویل دغه پروسه د امریکا متحده ايالاتو د ولسمشر جو بايدن له هغه اعلان سره سم پيل شوې چې ويې ويل د سپتمبر میاشتې تر ۱۱مې به ټول ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

میلر وويل: «په حاضر وخت کې زموږ ټول ځواکونه د بيرته ستنیدو له پاره د خپل چمتووالي په حال کې دي، د اطلاعتو ورکولو رسمي نيټه د می میاشتې لومړۍ ده خو په عین وخت کې موږ خپل محلي اقدامات تر دې وړاندې پیل کړي دي.»

جنرال میلر زیاته کړه چې له افغانستان څخه د اخراج بهیر به په يو منظم شکل سره ترسره شي، په دې معنی چې د دوی ټولې پوځې اډې او تجهيزات به افغان امنيتي ځواکونو ته سپارل کيږي.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو قوماندان جنرال سکات میلرانځور: picture-alliance/dpa/M. Hossaini

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت اوس مهال عملا طالبانو سره په جګړه بوخت دی، سربيره پر دې چې د دغې ډلې او حکومت تر منځ د سولې مذاکرات هم پيل شوي دي.

خو طالبانو تیره اوونۍ وويل چې تر هغه وخته پورې چې له افغانستان څخه ټول خارجي ځواکونه نه وي وتلي، دوی به نور د سولې په هیڅ کنفرانس کې ګډون ونه کړي.

په عین وخت کې د طالبانو پر ضد د حکومت پوځي اقدامات هم ادامه لري، خو دغه اقدامات کله کله د ملکیانو د ژوند په بیه تماميږي.

افغان چارواکي وايي چې لږ تر لږه اته تنه ملکیان د میدان وردک ولایت مرکز کې د افغان ځواکونو په هوايي حمله او د هاوان ګوليو په برید کې وژل شوي دي. زیاته شوې چې د جلریز په ولسوالۍ کې د هوايي حملې په نتيجه کې د یوې کورنۍ څلور غړی وژل شوي دي.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د پیل رسمي نيټه د می میاشتې لومړۍ ده - آرشيفانځور: Shah Marai/AFP/Getty Images

په عین حال کې ځينې وخت د سړک غاړې ماينونو په چاودنو کې هم ملکیانو ته درانه تلفات اوښتي دي. همدا تيره ورځ هم په غزني ولایت کې څلور ملکیان د سړک غاړې ماین په يوه چاودنه کې ووژل شول. ځایي چارواکو وویل چې دغه ماین طالبانو ايښی وو. په ورستیو کې د پلازمينې کابل په ګډون، د افغانستان په ځينو ولایتونو کې د هدفي وژنو او چسپکي ماینونو د چاودنو پيښې هم ډيرې شوې دي. د اکثرو دغو پيښو مسئوليت هم کومه ډله په غاړه نه اخلي، خو افغان حکومت يې پړه پر طالبانو اچوي.

 په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د مرستندويه ماموریت په حواله، په دغه هیواد کې د روان کال په لومړيو درو مياشتو کې ۵۷۳ تنه ملکيان وژل شوي او ۱۲۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي. د دغې ادارې په خبره دا د تيرکال د همدې مودې په پرتله په تلفاتو کې ۲۹ سلنه ډيروالی ښيي.

يو شمیر افغانان اندیښمن دي چې د خارجي قواوو په وتلو سره به د افغانستان وضعیت تر دې لا پسې خراب شي.

ډي پې اې/م.ک.ص./م.ن.ص.