دا څرګندونې «پاکس کريستي» په نوم د دغه کاتوليکی ټولنې د آلمان د برخې مشرتابه له خوا په جاري کړل شوې يوه اعلامیه کې شوي دي. په دې اعلامیه کې ویل شوي: «په افغانستان کې د ناټو دغې جګړې د سونو زرو انسانانو ژوند اخيستی، په میليونو یې تېښتې ته مجبور کړي او داسې يو هيواد یې پر شا پرېښی چې له اقتصادي او ټولنیز پلوه پر ځمکه پروت دی او تر نيمايي ډېر نفوس یې پر بشري مرستو تکیه کوي.»
د سولې د دغه ټولنې له خوا زياته شوې چې د غربي ځواکونو له ګډوډۍ ډک اخراج سره په عين وخت کې د غچ اخيستنې او بدل منطق، چې له لومړی سره یې د امريکا او د متحدينو د «ترهګرۍ ضد» جګړه مشخصوله، په بنسټيزه توګه ناکامه شوي دي.
دې ټولنې هغه خبرداريو ته اشاره کړه چې په ۲۰۰۱م کال د پېل شوي دې ماموريت کې د ناکاميدو په اړه یې په وار وار سره ورکړي وو. د دې ټولنې له خوا زياته شوې چې د جګړې په مالي لګښتونو کې چې د آلمان له پاره کابو ۱۸ میليارده يورو وې، له ترهګرو څخه د ولس د ساتنې له پاره اړينې زيربناوې او مدني جوړښتونه رامنځته کیدلی شوای لکه په ډېرو د پراختيا په درشل کې ولاړو هيوادونو کې چې شته.
د سولې سازمان نیوکه وکړه چې په افغانستان کې په دې وروستيو کلونو کې د مدني بيارغونې، ښځو د حقونو او سولې د ملاتړ له پاره لږ کار شوی دی. همدا راز زياته شوې چې يوه مخ پر ودې جګړه متحرکه وه چې د خلکو کړاونه یې لا پسې زيات کړل.
دغه ټولنې د آلمان پر حکومت غږ وکړ چې نه يوازې د لویدیځو ځواکونو د وتلو شرايط د تحقيقاتو د يوې کمېټې په ترڅ کې و ارزوي، بلکې په عين حال کې په افغانستان کې د ناکامۍ پس منظر هم و ارزوي.
د «پاکس کرستي» ټولنې له خوا زياته شوې: «دا پوښتنه باید مطرح شي چې يو ترهګريز عمل د کومو موندنو پر بنسټ، چې په اصل کې د پولیسو او عدلیې اصلي وظيفه وه، په عاجله توګه تر دې ورسيږي چې پر نړيوالې جګړې او بيا د ناټو له پاره پر يوې مهمې قضیې او د «ترهګرۍ پر ضد» داسې يوې جګړې بدل شي چې هیڅ زماني او مکاني سرحد ونه لري.»
دغه سازمان زياته کړې، چې دا هم بايد و ارزول شي چې دې ماموريت د افغانستان پر اقتصاد او ټولنیز وضعيت څه اغیز کړی دی. ټولنې دا غوښتنه هم کړې چې دا ارزونه يوازي له پوځي نظره بايد نه وي، بلکې داسې کارپوهان هم پکې را شامل کړل شي چې له لسیزو راهيسې له دغه ډول شخړو او د هغه له مخنيوي سره سرو کار لري.
ب. ص/ ن. ز (KNA)
زموږ له آرشيف څخه:
په افغانستان کې د المان د پوځي ماموریت لوړې ژورې
آلماني سرتیري کابو له ۲۰ کلونو راهیسې په افغانستان کې د ناټو ماموریت په چوکاټ کې حضور لري. که څه هم د آلماني ځواکونه د ماموریت نیټه د مارچ مياشتي پر ۳۱مه ختمیږي، خو په پام کې ده چې وغځول شي.
انځور: Deshakalyan Chowdhury/AFP/Getty Imagesد ۲۰۰۱م کال په دسمبر کې د آلماني ځواکونو ماموریت تائید شو
د آلمان فدرال پارلمان د ۲۰۰۱م کال په دسمبر میاشت کې له هیواده د باندې د آلماني ځواکونو ماموریت تائید کړ. د آلمان د پارلمان د پریکړې له مخې، آلماني ځواکونه د «آیساف» نړیوال ماموریت په ترڅ کې په افغانستان کې ګمارل شوی وو.
انځور: Shah Marai/AFP/Getty Images۲۰۰۳: آیساف د ماموریت پراخیدل
د ملګرو ملتونو امنیت شورا، له کابله د باندې د آیساف ماموریت د غځولو پریکړه وکړه. د آلمان فدرال پارلمان هم په کندز ولایت کې د خپل هیواد د ځواکونو ماموریت تائید کړ. آلمان په ۲۰۰۶م کال کې د افغانستان په نهو شمالي ولایتونو کې د آیساف قومانداني پر غاړه واخیسته.
انځور: picture-alliance/dpa/R. Hirschberger۲۰۰۹: په کندز کې د تیلو پر دوو ټانکرونو بمباري
د ۲۰۰۹م کال د سپتمبر پر څلورمه، د امریکا متحده ایالاتو هوایي جنګي الوتکو د یوه آلماني قوماندان ګیورګ کلاین، په دستور دوه هغه ټانکرونه بمبار کړل چې طالبانو تښتولي ول. په دغه پيښه کې د ملکیانو په کډون تر سلو زیات کسان ووژل شول.
انځور: Jawed Kargar/dpa/picture alliance۲۰۱۱: په مزار شریف کې افغان امنیتي ځواکونو ته د مسوولیت سپارل
په ۲۰۱۱م کال کې افغان امنیتي ځواکونو په مزار شريف ښار کې امنیتي مسؤلیت پر غاړه واخیست. په دغه ولایت کې د آیساف په چوکاټ کې د آلماني ځواکونو سترې پوځي اډې موقعیت درلود.
انځور: picture-alliance/dpa۲۰۱۳: افغان امنیتي ځواکونو ته د کندوز د امنیتي مسؤلیت سپارل
افغان ځواکونو ته د امنیتي مسؤلیتونو د سپارلو په لړ کې، د ۲۰۱۳م کال په اکتوبر میاشت کې د کندوز ولایت امنیتي چارې له آلماني ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته وسپارل شوې.
انځور: AFP/Getty Images/J. Eisele۲۰۱۴: د قاطع ملاتړ ماموریت پېل
په ۲۰۱۴م کال کې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو جنګي ماموریت پای ته ورسید. خو په افغانستان کې په زرونو بهرني عسکر د ناټو د «قاطع ماموریت» په چوکاټ کې په افغانستان کې پاتې شول، چې دنده یې د افغان امنیتي ځواکونه روزنه ده. په لومړي سر کې آلمان تر ۸۵۰ عسکرو پورې په افغانستان کې د دغه ماموریت په چوکاټ کې د خپلو ځواکونو ونډه تائید کړه.
انځور: Allison Dinner/ZUMAPRESS/imago images۲۰۱۸: د قاطع ماموریت غځیدل
د ناټو شریکانو په ۲۰۱۸م کال کې پریکړه وکړه چې د دغه هیواد د امنیتي وضعیت تر ښه کیدو پورې، د قاطع ماموریت په چوکاټ کې خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکړي.
انځور: picture-alliance/ZumaPress۲۰۲۰: د امریکا او طالبانو ترمنځ توافق
امریکا متحده ایالات له طالبانو سره د څو میاشتو مذاکراتو وروسته د ۲۰۲۰م کال په فبرورۍ میاشت کې یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې د ۲۰۲۱م کال تر می میاشتې پورې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو ژمنه کړې. د دې په بدل کې طالبانو ژمنه کړې وه چې د افغانستان له خاورې د ترهګرو فعالیت ته اجازه ورنه کړي.
انځور: Hussein Sayed/AP/dp/picture alliance۲۰۲۰: ترمپ د ځواکونو کمولو اعلان وکړ
د ۲۰۲۰م کال په نومبر میاشت کې د امریکا متحده ایالاتو پخواني ولسمشر اعلان وکړ چې په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمیر تر ۲۵۰۰ راټیټوي. په دې ترتیب د سږکال تر جنورۍ میاشتې پورې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمیر ۲۵۰۰ ته راټیټ شوی دی.
انځور: Brian Harris/Planet Pix/ZUMA/picture alliance