1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د رواني روغتیا نړېواله ورځ او په افغانستان کې وروستی وضعیت

۱۳۹۹ مهر ۱۹, شنبه

د افغانستان د عامی روغتیا وزارت وايي، تر نیمايي لاهم ډير افغانان له رواني ناروغیو سره مخامخ دي. ایا په افغانستان کې رواني روغتیا ته پاملرنه کیږي او ولي دومره ډیر افغانان په راوني مریضیو باندي اخته دي؟

Wirtschaftspsychologie Symbolbild
انځور: vladgrin - Fotolia.com

د رواني روغتیا نړېواله ورځ، په افغانستان کې وروستی وضعیت څه ډول دی؟د اکتوبر ۱۰مه، د نړۍ په ډیرو هېوادونو کې د رواني روغتیا د نړېوالې ورځې په توګه لمانځل کیږي.

خو په افغانستان کې، چې د چارواکو پروینا تر نیمايي ډیر وګړي یې په رواني ستونزو هم اخته دي، نن شنبې (د ۲۰۲۰ میلادي کال د اکتوبر ۱۰مه) مګر ترې په رسمي او یا غیر رسمي کچه یادونه ونه شوه.

د عامې روغتیا وزارت د دوو کلونو مخکي یوه سروې ښکاره کوي، چې شاوخوا ۵۶ سلنه افغانان په یو نه یو ډول له رواني ستونزو څخه کړیږي.

د کره شمېرو نشتوالی

د رواني ناروغیو متخصص ډاکټر شرف الدین عظیمي پر اړوندو چارواکو سخته نېوکه وکړه چې ان په هېواد کې د رواني ناروغانو په اړه کره او هراړخیزه ارقام نلري.

ده دویچه ویله ته وویل:«ستونزه داده چې افغان دولت، ادارې او مسؤل بنسټونه ان تراوسه په دې هم نه پوهیږي چې مونږ څومره اروايي ناروغان لرو؟!.»

د افغان چارواکو پروینا د افغانستان تر نیمايي ډیر وګړي په رواني ستونزو اخته ديانځور: DW/S. Tanha

دغه ارواپوه ادعا کوي چې د اروايي ناروغانو په اړه ځانګړې، معتبره، ټولیزه او په ټول افغانستان پورې اړوند څېړنه، سرشمېرنه او سروي نشته، چې پربنسټ یې روغتیايي خدمتونه چمتو شي.

د رواني درملنې لپاره د بودجې کموالی

د ډيری ارواپوهانو پر اند افغانستان کې د لیوني سپي داړولو او درملنې لپاره بودجه په پام کې نېول شوې، خو د روانۍ ناروغیو لپاره بودجه چې د افغانستان نیم وګړي ترې ځوریږي د هیڅ سره برابره ده.

ښاغلی عظیمي په دې اړه وايي: «د دولت لویه ستونزه داده چې په دې برخه کې بودجه ډیره لږ ده، یعني په مجموع کې د افغان انسان صحت ته پاملرنه ډیره کمه ده.»

شرف الدین عظیمي پر هغو سکټوري ادارو، وزارتونو او ان غیردولتي موسسو باندې هم نېوکه کوي چې د رواني روغتیا په برخه کې پیسې لري، خو په اغیزمنه توګه یې په لګولو کې پاتې راغلي.

کرونا او رواني ناروغی

هاخوا کویډ – ۱۹ یا کرونا هم په نړۍ او په ځانګړي توګه افغانستان کې د رواني ناروغیو د ډيریدو یو نوی عامل پيژندل شوی.

ډاکټر عظیمي په دې اړه وویل:«کرونا نه یواځې دا چې په خپله رواني ناروغۍ پیدا کړې بلکې نورې رواني مریضۍ یې هم تقویه او لاپسې مشکلي کړې، د بیلګې په ډول وسواس، اضطراب، ژور خفګان او یوشمېر نورې ناروغۍ،چي په کرونا کې ډیر خلک پرې اخته شول.»

کارپوهان وايي د رواني ناروغيو د درملنې له پاره لږ بوديجه په نظر کې نيول شوې دهانځور: Getty Images

د کابل ښار یوه اوسېدونکي عبدالرحمن دویچه ویله ته وویل، چې د کرونا ناروغۍ خلګ د فزیکي او رواني لحاظه سخت وځپل.

ده وویل:«په ما کې چې کله د کرونا علایم ښکاره شول په کور کې مې ځان ګوښه کړ. یوه ورځ مې له ځان سره داسې انګېرله چې ګواکې دا مې د ژوند وروستی ورځ ده، له دې امله مې روح او روان ډیر ناارامه وه.»

جګړه، بې وزلي، وزګارتیا او ټولنیزې ستونزې په افغانستان کې د رواني ناروغیو د ډیرېدو ستر لاملونه بلل کیږي.

عبدالرحمن دویچه ویله ته د خپل ورور کیسه وکړه:«زما یو ورور په رواني ناروغۍ اخته دی، دی له کمپیوټر ساینس پوهنځي فارغ دی، خو دنده نه لري. دی په داسې یوه ناروغۍ اخته شوی چې کله هسې له ځان سره خاندي او کله نا کله ټول حواس د لاسه ورکوي.»

پر اړوندو چارواکو د نیوکو سربیره هم د افغانستان د عامي روغتیا وزارت وايي، چې د روحي درملنې لپاره یې د ټول هېواد په کچه درې زره کلینکونه جوړ کړي دي.خو ډاکټران وايي، په افغانستان کې د رواني ناروغیو لوړ شمېر ته په کتو سره دغه شمېر کلینکونه کفایت نه کوي.

اسماعیل شاکر – کابل