«بيله سياسي حله به افغانستان سړې جګړې ته داخل شي»
۱۳۹۹ اسفند ۳, یکشنبه
د دغه آژانس په يوه رپوټ کې راغلي دي چې دواړه قدرتونه داسې يوه پريکړه نشي کولای چې د افغانستان له جګړه ځپلي هيواد څخه خپل ځواکونه په څه ډول سره راوباسي. د امريکا متحده ایالاتو د پخوانۍ ادارې له لورې د تيرو څو مياشتو په جریان کې په ډیرې چټکۍ له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتلو ښودلې، چې دې سره هم د افغانانو ستونزې نه حل کيدونکي دي.
د اسوشتيد پريس په رپوټ کې راغلي چې په افغانستان کې تاوتريخوالو شدت موندلی او د هغې مسئوليت پر ټولو ډلو وراچول کيږي، که هغه طالبان دي، که داعش، افغان زورواکان او يا هم فاسد چارواکي.
په افغانستان کې اوس مهال ۲۵۰۰ امريکايي او ۱۰ زره د ناټو سازمان ځواکونه میشت دي، چې د طالبانو او امريکا ترمنځ د تيرکال شوي تړون له مخې، ټول بايد د روان کال د می مياشتې تر پايه له افغانستان څخه ووځي. خو د امريکا نوی ولسمشر، جو بايدن غواړي د ترمپ پر دغه سياست له سره کتنه وکړي. په واشنګټن کې اوس مهال له افغانستان څخه په بيړه د ځواکونو د وتلو پر موضوع مخالف غږونه پورته شوي دي.
د افغانستان په جګړه کې ټولې مهم خواوې په يو ډول نه يو ډول سره ښکيلې دي.
طالبان
طالبان اوس مهال د افغانستان نژدې نيمايي برخه په خپل کنټرول کې لري. سربيره پر دې چې د افغانستان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې مذاکرات تير کال رسماً پيل شول، خو لا هم د افغان امنيتي ځواکونو او طالب جنګياليو ترمنځ جګړه ادامه لري. په ځانګړې توګه په پلازمينه کابل کې د بل هر وخت په پرتله د خبريالانو او مدني فعالانو وژنو او بمي چاودنو زور اخیستی دی. خو طالبان بيا د مخکې په څير په دغه ډول پيښو کې لاس لرل ردوي.
د دې ثبوت هم نشته چې آیا طالبانو، امریکا سره د کړي توافق پر اساس، له القاعده شبکې سره خپلې اړيکې پرې کړي او که نه. په جنوري مياشت کې د يوه خپور شوي خفيه امريکايي رپوټ په حواله، طالبان اوس هم القاعدې شبکې سره مرسته کوي او دغه تروريستي ډله په سيمه کې ډيره ځواکمنه شوې ده.
افغان زوراکي
د چارو کارپوهان په دې باور دي چې افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته به، پر وسلو سمبال افغان زورواکي يو ځل بیا جګړو ته مخه کړي. دغو زوراکو ډلو د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۶ کلونو خپل منځي جګړو پر مهال ۵۰ زره افغانان ووژل شول او پلازمينه کابل ښار هم سخت ويجاړ شو.
افغان پوځيان
د افغانستان په جګړه کې افغان ځواکونه هم له نيوکو سره مخ دي. د ملګرو ملتونو سازمان د یوه رپوټ په حواله، د افغانستان په زندانونو کې يو دریمه برخه زندانیان د افغان پوځيانو له لوري ربړول کيږي. دغه راز د افغانستان امنيتي ارګانونه هم پر فساد او بډو اخیستلو تورنيږي چې کابل يې پر وړاندې د لازمو ګامونو په اوچتولو کې پاتې راغلی دی.
داعش او پلويان يې
په افغانستان کې د داعش ډله تر ډيره او په ځانګړې توګه شيعه مذهبه مسلمانان په نښه کوي. د دغې ډلې په بريدونو کې هم ډيروالی راغلی دی. په افغانستان کې د داعش ډلې فعاليتونو افغان امنيتي ارګانونه تر پوښتنو لاندې راوستي دي. داسې ښکاري چې افغان امنيتي ځواکونه تر اوسه د داعش ډلې په ځپلو کې پاتې راغلي دي.
څيړونکي په دې مسئله توافق لري چې ظاهراً د افغانستان د مسئلې حل اسانه نه دی، که څه بهرني ځواکونه په افغانستان کې حضور ولري يا هم بهر شي. افغان شنونکی طارق فرحدي وايي: «امريکا او ناټو باید دا روښانه کړي چې هغوی نور جګړه نه غواړي او دوی په افغانستان کې د یوې سوليزې سیاسي حل لارې غوښتونکي دي. او هغه ډلې چې په دې منځ کې د جګړې لار غوره کوي، هغوی د نړيوالې ټولنې له متحدانو څخه نه دي.» فرحدي زیاتوي چې د یوې سیاسي حل لارې پرته، افغانستان کیدای شي نور هم په سړې جګړه کې وردننه شي.
دویچه وله اردو/م.ک.ص./ا.ا.