د افغانستان د جنګ کونډي عسکرو ته یونیفورم جوړوي
۱۳۹۹ اسفند ۲۸, پنجشنبهاکثره دغه کونډي ښځي هغه ډول یونیفورمونه جوړوي، چي د دوی د وژل سوو میړنو د یونیفورمونو سره چنداني تفاوت نه لري. د دوی اکثرو میړنو یا د کورنۍ نورو غړو په ملي اردو کي کار کړی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی او یا دا چي په مختلفو دلایلو سره د ملي اردو څخه رخصت سوي دي.
۳۱ کلني میرمني، رویا نعمتي ترهغه وروسته چي میړه یې د نظامي عملیاتو پر وخت په اوبو کي غرق سو، د حکومت له طرفه په کابل کي یو اپارتمان تر لاسه او په دغه فابریکه کي کار پیدا کړی دی. رویا نعمتي څلور اولادونه لري.
هغې د فرانسې خبري آژانس ته وویل، «په اول سر کي مي امید له لاسه ورکړی وو او حیرانه وم، چي کوچنیان مي څنګه ماړه او لوی کړم. زه د دفاع وزارت څخه ددې کار په خاطر مننه کوم.»
میرمن نعمتي، چي پنځه کلنه لور یې د خیاطۍ د ماشین سره څنګ ته ناسته ده، خپل کار ته ادامه ورکوي او د فامیل د نفقې یوازنۍ برابرونکې ده. دا د میاشتي ۱۲۰۰۰ افغانی معاش اخلي.
د افغانستان په عنعنوي ټولنه کي کورنۍ معمولأ د فامیل د نارینه غړو پر مالي ملاتړ باندي اتکا لري. له بلي خوا په دغه هیواد کي بېکاري بیحده لوړه ده او هغه فامیلونه چي د ډوډي راوړلو نارینه کس یې له لاسه ورکړی وي، له ډیرو مشکلاتو سره مخامخ دي.
د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولي پرخبرو سربیره د افغانستان په مختلفو برخو کي تشدد نور هم ډیر سوی او هره ورځ پکښي د طالبانو تر څنګ امنیتي پرسونل او ملکي خلګ وژل کیږي.
په داسي حال کي، چي د امنیتي قواوو د وژل سوو کسانو دقیق تعداد معلوم نه دی، ولسمشر اشرف غني په ۲۰۱۹م کال کي ویلي ول، چي د ۲۰۱۴م کال تر انتخاباتو وروسته د دغو قواوو ۴۵۰۰۰ غړي وژل سوي دي.
یوه بله کونډه، محبوبه سدید پرواني چي هم په دغه فابریکه کي کار کوي، وویل: «زه د دغو یونیفورمو په ګنډولو سره غمجنه کیږم، ځکه چي زوی مي په همدغه ډول یونیفورم کي وژل سوی دی.» دغي میرمني اضافه کړه، چي«که څه هم زوی مي وژل سوی دی، خو زه خوشاله یم، چي نور ځوانان د طالبانو پرضد جنګیږي.»
میرمن سمیرا هم په ضد ونقیضو احساساتو سره په دغه فابریکه کي کار کوي، ځکه چي د یوه طرفه د اولادو د تغذیې په خاطر پيسو ته ضرورت لري او له بلي خوا نه غواړي داسي کالي وګنډي، چي احتمالأ به یې طالب بندیان اغوندي. دا وايي: «د بندیانو دغه کالي چي ګنډم، شاید طالبان یې واغوندي... زه نه غواړم، هغه ته لاس وروړم، خو څه وکړم، زه بې وسې یم او درې کوچنیان لرم.»