1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کمزوري استخبارات ، ډیر قربانیان ــ پر افغان هوايي ځواک نیوکه

۱۳۹۹ دی ۲۳, سه‌شنبه

د ډېرو ملکي قربانیانو له امله د افغانستان پر هوايي ځواک بیا انتقادونه ډېر سوي. په نيمروز کي د طالبانو پر شکمنو ځايونو بمباريو کي ۱۸ کسان ووژل سول. دا اول وار نه دی چي پر افغان هوايي ځواک د پاته راتلو تور لگول کیږي.   

Afghanistan Luftwaffe
انځور: picture-alliance/dpa/C.-F. Röhrs

د افغانستان امنیتي ځواک ډېر لږ د هوايي ځواک د پاته راتلو په هکله خبري کوي. متقاعد جنرال ظاهر عظیمي د آلمان د رسنیو له آژانس سره په خبرو کي، تر ټولو دمخه د ډېرو کسانو د وژلو پړه، دغه ځواک ته د خرابو معلوماتو پر ورکولو وراچوي. هغه سرچینې چي معلومات رسوي، ځیني وخت له دوو لارو چلند کوي. دا په دې معني چي هغوی هدف داسي ټاکي چي طالبان هم ورڅخه گټه اخیستلای سي. د عظیمي په خبره ځیني وخت انساني تیروتني او یا هم تخنیکي ستونزي هم ددې کار سبب کیږي.

عظیمي پر حکومت د ملکي تلفاتو د شمېر پټولو تور لگوي: خلک نور پر چارواکو باور نه لري دا ځکه چي هغوی ضد او نقیض رپوټونه خپروي. د عظیمي په خبره په جگړو کي د ملکي قربانیانو مخه په بشپړ ډول نه نیول کیږي، خو هغه د شفافو څېړنو او د قربانیانو خپلوانو ته د جبران خسارې د ورکولو غوښتنه کوي. 

د افغانستان د دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ د سمدستي پلټنو ژمنه ورکړه. خو ددغه ډول پیښو قربانیان تر اوسه پوري د یوه جواب په تمه دي. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په حواله، مسؤل کسان ډیر لږ تر تعقیب لاندي راځي.

د نوموړي کمیسیون ویاند ذبیح الله فرهنگ وايي چي عدالت ته د قربانیانو د خپلوانو لاس رسی یو خوب او خیال دی. په ۲۰۲۰م کال کي په تخار ولایت کي د ۱۲ کوچنیانو په وژلو سره تر هوايي برید وروسته، د ولسمشر مرستیال امرالله صالح، ژورنالیستانو ته حتی له عواقبو څخه اخطار ورکړ، که هغوی افغان امنیتي ځواکونه ددغه کار مسؤل وبولي.

د ملگرو ملتونو په حواله په افغانستان کي د ملکي قربانيو يو پر لسمه برخه د هوايي بريدونو ده

په ۲۰۲۰م کال کي د سپتمبر تر پایه، د ۴۵ سلنه قربانيو د رامنځته کیدو مسؤلیت پر طالبانو او ۲۳ سلنه پر افغان ځواکونو اچول سوی. له ۲۰۰۹م کال راهیسي د افغانستان په نښتو کي څه د پاسه ۱۰۰ زره ملکي کسان وژل سوي او یا هم ټپیان سوي دي.