1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بادغیس کي زلزله ځپلي د ژمي په یخنۍ کي بې سرپناه دي

۱۴۰۰ دی ۳۰, پنجشنبه

په بادغیس کې زلزله ځپلي خلک وایی چي که څه هم له دغه طبیعي پیښي څخه ژغورل سوي، خو عاجلي مرستي نه دي ورسېدلي، لوږه، بې سرپناهي او د ژمي یخني یې ژوند ور تهدید وي.

Afghanistan | Erdbeben in Badghis
انځور: Ahmad Seddiqi/AA/picture alliance

د رواني اونۍ د دوشنبې په ورځ سختي زلزلې د افغانستان لوېدیځ ولایتونه، بادغیس، هرات او غور ولړزول او ډېر ځاني او مالي زیانونه یې په بادغیس کي رامنځته کړل.

د وروستیو رسمي ارقامو له مخي، په دغه زلزله کې په بادغیس ولایت کي ۲۶ کسان مړه سوي او په سلونو کورونه او دوکانونه په بشپړ ډول او یا هم تر یو حده تخریب سوي دي.

زلزلې د دغه ولایت د خلکو بشري وضعیت چي بې له هغه هم د اقتصادي بحران او لوږي له امله ډېر خراب سوی وو، لا پسي خراب کړی دی.

د بادغیس قادس ولسوالي چي د زلزلې مرکز پکښي تثبیت سوی، ځیني اوسیدونکي يې وايي چي تر اوسه یې د طالبانو د ادارې او یا هم خارجي مؤسسو له خوا چنداني مرستي نه دي ترلاسه کړي.

د بادغیس د قال چرخ سیمي اوسیدونکی، میراجان وايي: «هرڅه مو له لاسه ورکړل. لرگي، خېمه او خوراکي مواد نه لرو. سړه هوا مو ژوند گواښي.»

همدارنگه د قادس ولسوالۍ د ترک آباد کلي یو اوسیدونکی، فدامحمد چي د کورنۍ درې تنه یې په دغه پېښه کي زخمیان سوي، وايي چي په دغه زلزله کي سخت تاواني سوی دی.

انځور: Ahmad Seddiqi/AA/picture alliance

هغه وویل: «یوازي د طالبانو له خوا څو جوړې کالي او یو کمپل راکړل سوی دی چي دا کافي نه دي، موږ لا زیاتو مرستو لکه، درملو، خوراکي موادو او کالیو ته اړتیا لرو.»

هغه وايي چي په دې برخه کي بڼسټونه باید سره یو لاس سي، بې له هغه به یو بشري ناورین رامنځته سي.

دا په داسي حال کي ده چي په بادغیس کي د طالبانو مسؤلین وايي چي په دغه ولایت کي زلزله ځپلو کسانو ته د نقدي او غیر نقدي مرستو د ویشلو پروسه د دوشنبې په ورځ پیل سوې ده.

په بادغیس کي د طالبانو د ادارې ویاند، بازمحمد سروري وایی: «اسلامي امارت هري ځپل سوي کورنۍ ته ۵۰ زره افغانۍ ورکوي او دغه پروسه روانه ده. همدارنگه خارجي مؤسسو ژمنه کړې ده چي په دې برخه کي د دارو درملو، خېمو، خوراکي موادو او کالیو د مرسته کولو د بستو په برابرولو سره لازمي مرستي سوي دي.»

په افغانستان کي په پرله پسي ډول زلزلې رامنځته کیږي. په غیر معیاري ډول جوړ سوي کورونه او ودانۍ د سختو زلزلو پر وړاندي مقاومت نه لري. په افغانستان کي ډېر کورونه له اومو خښتو جوړ سوي دي.

GP/NZ/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل