1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضاآسیا

ختیځ ولایتونه: د ناامنیو له امله زر کورنۍ بې ځایه شوي

۱۴۰۰ خرداد ۲, یکشنبه

د ختيځو ولایتونو چارواکي وايي، دجګړو او ناامنیو له امله په دغو ولایتونو کې څه باندې ۱۰۰۰  کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي، چې اوس عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

Afghanistan-Krieg - Vertriebene Familien bei Khogyani/Chogiani
انځور: picture-alliance/NurPhoto/W. Sabawoon

چارواکي وايي، دا شمېر کورنۍ په تېره یوه میاشت کې د ننګرهار په شیرزادو، د لغمان په الیشنګ، الینګار او دولت شاه او د کونړ په مختلفو سیمو کې له خپلو سیمو خوندي ځایونو ته وتلي دي.

په دغو بې کوره کېدنو کې لغمان تر ټولو لوړ ارقام لري.

د دې ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو رییس انجنیر شاکرالله شاکر دویچه ویله ته وویل، په تېره یوه میاشت کې چې دا ولایت تر بل هر وخت د جګړو او ناامنیو شاهد و، له دولت شاه ، الیشنګ او الینګار ولسوالیو شاوخوا شپږ سوه کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوي دي، چې دوی تر اوسه یوازې ۲۵۰ کورنۍ ثبت کړي دي.

دی وايي، په مختلفو سیمو کې اوس د دوی د ټیمونو له لوري د بې ځایه شویو او بې ځایه کېدونکیو کورنیو سروې روانه ده او کله چې جزیات بشپړ شي، دولتي او د مرستندویه ادارو مرستې به ورسره پيل شي.

که څه هم اوس د لغمان الینګار کې د ولسي وګړيو په منځګړیتوب د غنمو د فصل پخېدو او ښوونځیو ازموینو پیلېدو په پار د حکومت او سیمه ییزو طالبانو اوربند دی؛ خو په الیشنګ، دولت شاه او ځینو نورو ولسوالیو کې حالات جګړه‌ییز دي او هره ورځ ګڼ شمېر کورنۍ بې ځایه کېږي.

هاخوا د ننګرهار ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو رییس نجیب الله قیومي ډویچه ویله ته وویل، د دغه ولایت په شیرزادو ولسوالۍ کې د خراب امنیتي حالت او جګړو له امله تر اوسه دوی ته ۳۸۰ کورنیو د مرستې تر لاسه کولو په خاطر دوی ته عارضې شوي دي.

ښاغلی قیومي وايي، هڅه یې ده دغو کورنیو ته عاجلې مرستې ورسوي.

ورته مهال د کونړ د کډوالو ریاست دویچه وله ته ویلي، دغه ولایت کې هم د تېرو شلو ورځو په جریان کې د ناامنیو او نورو عواملو له امله له دېرشو ډېرې کورنۍ بې ځایه شوي دي، چې یو شمېر هغو سره یې کډوالو ریاست یوه اندازه مرستې کړي دي.

انځور: DW/E. Akrami

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم بیا ویلي، تېره یوه میاشت کې که څه هم دغه ولایت کې څوک د جګړې له امله نه دي بې ځایه شوي؛ خو په لویدیځ نورستان کې د ممکنه جګړې او ناامنیو له امله ښايي په راتلونکي کې ځینې کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شي.

په لغمان کې له خپلو سیمو بې ځایه شوي  کډوال چې ډېر یې اوس د مرکز مهترلام په شاوخوا سپېرو دښتو کې اړولي وايي، تر اوسه ورسره هېڅ راز مرسته نه ده شوې او دوی ډېرو ستونزو سره مخ دي.

د الیشنګ ولسوالۍ اوسېدونکی او د یوې کډوالې شوې کورنۍ مشر لال اغا وايي، خپل ټول شته یې پرېښي یوازې سرونه یې د جګړې له ویرې خوندي ځایونو ته را ایستلي اوس له سختو ستونزو سره لاس و ګرېوان دي او که مرسته ورسره ونه شي، ژوند به یې لا سخت شي.

دی وايي، د کورنۍ ۱۲ غړي یې اوس د مهترلام په څنډو کې په هغه خېمه کې سره لمر ته پراته دي، چې په خپلو پیسو یې اخستې ده.

لال اغا او نور بې ځایه شوي کډوال له حکومته غواړي، چې هر څومره ژر کېږي بې ځایه شویو کورنیو سره دې مرسته وکړي.

د ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتي چارواکیو دویچه وله سره تماس کې خلکو ته ډاډ ورکړی، چې د کډوالو ریاستونو له سروې وروسته به ټولو بې ځایه شویو سره د مرستو لړۍ پيل کړي.

امید دیدار، ننګرهار