1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي په زرونو افغانان د پناه غوښتني دارزوني په تمه دي

۱۴۰۰ اسفند ۵, پنجشنبه

په آلمان کي څه ناڅه ۳۰ زره افغان پناه غوښتونکي چي په هغو کي ډېر ځوان نارينه هم شامل دي، د خپلي پناه غوښتني د عريضو ارزوني ته سترگي په لار دي.

Deutschland | Flüchtlings-Erstaufnahme in Eisenhüttenstadt
انځور: Patrick Pleul/dpa/picture alliance

لکه څنگه چي د فونکه په نامه د رسنيو ډلي ورځپاڼو د پنجشنبې په ورځ رپوټ ورکړی، د جرمني د کورنيو چارو وزارت ويلي چي د جنورۍ مياشتي له پای راهيسي د افغان پناه غوښتونکو په مجموعي ډول له ۲۹ زره۳۳۶ هغو دوسيو څخه چي تر اوسه لا کار نه دی ورباندي پيل سوی،  دوه پر دريمه برخه يعني ۱۹زره ۷۴۹ يې د ځوان افغان نارينه پناه غوښتونکو دي.

د هغو له جملې څخه ۱۲ زره ۱۶۵ يې هغه افغانان دي چي عمرونه يې د ۱۸ او ۴۰ کلونو ترمنځ دي چي دغه رقم د ټولو ترکار لاندي عريضو  ۴۱،۵ سلنه جوړوي. د کورنيو چارو وزارت له خوا دغه جواب د آلمان په پارلمان کي د کيڼ اړخه گوند پوښتني ته ورکړل شوی دی.

له هغه وخت راهيسي چي په افغانستان کي طالبان واک ته رسېدلي دي، د افغان پناه غوښتونکو د منلو چانس ډېر لوړ دی: د مهاجرو او پناه غوښتونکو له پاره آلمانۍ ادارې يا »بامف« د احصائيو له مخي، په جنوري مياشت کي دغه رقم تقريباً ۹۹ سلنه وو.

د جرمني د کورنيو چارو وزارت څرگنده کړې ده چي دغه ډول کړنلاره د بامف له هغي پريکړي سره مطابقت کوي چي تر کارلاندي دوسيو ته »د ځانگړو ډلو د قضيو پر اساس« اولويت ورکړي. په دې ډول په اوس وخت کي د کورنيو او همدارنگه د ترگواښ لاندي کسانو ته اولويت ورکول کيږي.

کيڼ اړخه فراکسيون بيا اندېښنه لري چي په اوس وخت د منلو لوړي کچي ته رسيدل، فقط د ځوانو نارينه پناه غوښتونکو د دوسيو د ځنډولو له امله ترلاسه کيږي. د کيڼ اړخه گوند وکيلي، کلارا بيورگر د آلمان له کورنيو چارو وزارت څخه غوښتل چي غواړي په دې پوه سي چي آيا افغانستان ته د مجردو، ځوانو او صحتمندو کسانو استول يو معقول کار بولي او که څنگه.

د جرمني خارجه وزارت د دې پوښتني په جواب کي وايي چي د بامف اداره په دې برخه کي ځانگړي قضيي ارزوي چي آيا هغوی ته د محافظت حيثيت ورکول کيدای سي. دا کار ښايي د دې سبب سي چي مجرد، صحتمنده او ځوانو نارينوو ته د ساتني حيثيت ور نه کړل سي.«

په عين حال کي د آلمان حکومت ژمنه کوي چي جرمني به په افغانستان کي خپل تعهد ته ادامه ورکړي او په خاص ډول د هغو افغانانو د ساتني او منلو له پاره به خپلو هغو هلو ځلو ته دوام ورکړي چي له آلمان حکومت سره د گډ پخواني کار له امله تر خطر لاندي دي.

اولس بيا پر دغه ډول کړنلاره باندي انتقاد کوي. د پارلمان دغي وکيلي نوموړو ورځپاڼو ته ويلي: دا چي په آلمان کي د ځوان افغان نارينه وو د اخراج له ممنوعيت څخه ډډه کيږي، په افغانستان کي اوسني ناوړه وضعيت ته په کتو سره دا يوه لويه رسوايي ده. په ساده ډول دا يو غيرمسوولانه کار دی چي موږ وغواړو کوم څوک افغانستان ته واستول سي.

د ادغام د سياست له مخي د انتظار په کړۍ کي د ځوان افغانانو پريښودل هم يو ناورين او تر گواښ لاندي کسانو له پاره يو دروند بار شميرل کيږي.

GP/NZ/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب