1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په زرونو افغانان هره ورځ ایران ته تښتي

۱۴۰۰ آبان ۲۰, پنجشنبه

د طالبانو ترواکمنۍ وروسته په زرونو افغانان له خپل ټاټوبي څخه تښتي. د هغوی یو هدف ایران دی. یوه مرستندویه ټولنه د مهاجرو د سیاست په برخه کي د دغه هیواد له پالیسۍ څخه ستاینه کوي . سره له دې چې د نړیوالې ټولني ملاتړ نسته.

Flüchtlinge
انځور: ISNA

د (NRC) په نامه د مهاجرو شورا عمومي رئیس، یان ایگیلند د چهار شنبې په ورځ ایران ته د خپل سفر په ترڅ کي وویل: «په زرونو ستړي او سرگردانه ښځي، کوچنیان او نارینه هره ورځ د افغانستان له سرحد څخه تیریيږي او په ایران کي د یوه خوندي ځای په لټه کي وي. سړی باید ددې انتظار و نه کړي چي ایران به دومره ډیر افغانان ومني، هغه هم په داسي حال کي چي نړیواله ټولنه دومره کمه مرسته کوي.»

ایگیلند زیاتوي: «مخکي له دې چي د ژمي یخني راورسیږي، مرستي باید سمدستي زیاتي سي، هم د افغانستان په دننه او هم په گاونډیو هیوادونو لکه ایران کي.»

د يادي شورا په وینا، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د اټکل له مخې د شاوخوا ۵۱۵۰۰۰ افغانانو د ملاتړ له پاره چې کیدای سي د کال تر پایه ګاونډیو هیوادونو ته وتښتي د نږدې ۳۰۰ ميلیونو ډالرو مرستو غوښتنه سوې. خو تر اوسه پوري د هغې یوازې ۳۲ سلنه تمویل سوې ده.

د اټکلونو له مخي د طالبانو له واکمنۍ راهیسي ۳۰۰ زره افغانانو ایران ته سفر کړی. ویل کیږي چي په ایران کي شاوخوا ۳ اشاریه ۶ میلیونه افغانان ژوند کوي.

د NRC په حواله په مجموعي ډول څه ناڅه ۵ میلیونه افغانان له خپل هیواد څخه تښتیدلي دي. له هغوی څخه ۹۰ سلنه یې په ایران او پاکستان کي ژوند کوي. د نوموړي شورا په حواله د هغوی شمیر د زیاتیدو په حال کي دی.

د ایگیلند په خبره دغه حالت به لاپسي خراب سي، که په افغانستان کي د ژمي سړې شپې او ورځي راورسیږي. که څه هم لا ډېر افغانان تراوسه اروپا ته نه دي رارسیدلي، باید شتمن هیوادونه خپلي مرستي پراخي او سرحدونه د مهاجرو په وړاندي پرانیستي پریږدي.

د مهاجرو شورا د رپوټ له مخي په ایران کي چي په سیمه کي تر ټولو زیات د کووید ۱۹ ویروس څخه اغیزمن سوي، افغان مهاجرو ته د کرونا واکسین لگول سوی دی.

افغان کوچنیان پرته د والدینو د هویت په نظر کي نیولو سره کولای سي عادي مکتبونو ته ولاړ سي. چي دا کار د دغه هیواد د مهاجرو د سیاست په برخه کي په نړیواله سطحه د یوې ښې پالیسۍ ښکارندوی دی.

په زرونو افغانان له ايرانه ايستل سوي دي

مرستندوی سازمانونه او عيني شاهدان وايي چي ايران هره اونۍ په لسونو زره افغانان افغانستان ته اخراجوي. د دوی د معلوماتو له مخي ډېرو افغانانو د ايراني چارواکو له بد چلن څخه شکايت کړی دی.

په افغانستان کي د لسيزو جګړو او اقتصادي ستونزو له کبله ډېر افغانان ګاونډيو هيوادونو ته مهاجر سوي دي.

هغه افغانان چي په دې وروستيو کي له ايران څخه را ايستل سوي دي، د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چي مخکي له دې چي دوی د افغانستان تر سرحد واړول سي په يوه کمپ کي اچول سوي او وهلي ټکل سوي دي او بيا وروسته تر سرحد اړول سوي دي.

GP/NZ/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل