امريکايي چارواکي وايي د بوش د ترور پلان يې شنډ کړی دی
۱۴۰۱ خرداد ۴, چهارشنبهد امریکا متحده ایالاتو د عدلیې وزارت اعلان کړی دی چي د عراق یوه ۵۲ کلن نارینه چي په اوهایو ایالت کې اوسېد، د سې شنبې په سهار نیول سوی دی.
د امریکايي رسنیو په حواله دغه سړی د داعش د ترهگرو ملیشو ملاتړ کوونکی دی. ویل کیږي چي هغه نیت کړی وو چي د جورج بوش د ترور له پاره امریکا متحده ایالاتو ته لا زیات عراقيان قاچاق کړي.
د نوموړي وزارت په حواله، دغه تورن کس په ژمي کي د بوش له استوگنځای څخه د جاسوسۍ له پاره دالاس ښار ته سفر کړی وو.
«سی ان ان» تلویزیوني شبکې د محکمې د اسنادو په حواله رپوټ ورکړی دی چي ویل کیږي، دغه ۵۲ کلن خپله طرحه په دې دلیل چي «هغه د ډیرو عراقیانو د وژلو او ټول عراق د ویجاړولو مسوول دی»توجیه کړې ده.
د بوش د ولسمشرکيدو څو میاشتي وروسته او د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر۱۱ ترهگري بریدونو وروسته، امريکا متحده ایالاتو « د ترهگرۍ پر وړاندي جگړه» پیل کړه.
په عراق کي د ۲۰۰۳م کال جگړه پر افغانستان باندي تر بریدونو وروسته رامنځته سوه. بوش تر ۲۰۰۹ م کال پوري د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر وو.