1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ماینونو له امله د ټپیانو او وژل سوو کسانو شمیر زیات سوی

۱۴۰۳ آبان ۳۰, چهارشنبه

د په اصطلاح د ماینونو د څار يا مونيتور په حواله په تیر کال کې مځکنیو ماینونو، نا چاوده بمونو او د مهماتو پاتي شونو په زرونو انسانان ټپیان کړي او یا وژلي دي. په افغانستان کې یې د قربانیانو شمیر ۶۵۱ وو.

په ۲۰۲۳ م کال کې د مځکنیو ماینونو د چاودنې له امله په ۵۵ هیوادونو کې انسانان قرباني سوي.
د ماینونو د چاودنې له امله د ټپیانو او وژل سوو کسانو شمیر لوړ سوی دیانځور: Dmitry Yagodkin/Tass/IMAGO

د جرمني د هندیکپ نړیولې مؤسسې په مونشن کې د پنجشنبه په ورځ خبر ورکړ چې لږترلږه ۵۷۵۷  کسان د منع سوو چاودیدونکو توکو قرباني سوي دي چې دغه شمير د ۲۰۲۲ کال په پرتله ۲۲ سلنه زیاتوالی ښيي. په ثبت سوو قربانیانو کې ۸۴ سلنه یې ملکي کسان او ۳۷ سلنه یې کوچنیان وو. د نوموړي سازمان په حواله ددغې شمیرې د لوړیدو اصلي علت د وسله والو شخړو ډېرېدل او مخ په زیاتیدونکي ډول د په لاس جوړ سووماینونو  کارول په گوته سوی دی.

په ۲۰۲۳ م کال کې د مځکنیو ماینونو د چاودنې له امله په ۵۵ هیوادونو کې انسانان قرباني سوي. د ماینونو د څار یا مونیتور د ډلې په حواله په میانمار کې یې شمیر ۱۰۰۳، په سوریې کې ۹۳۳، په افغانستان کې ۶۵۱ او په اوکراین کې ۵۸۰ وو.

د میانمار، ایران، شمالي کوریا او روسیې هیوادونو د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کال د اکتوبر تر منځ نوي پرسونل ضد ماینونه کارولي دي.

همدارنګه لږترلږه په پنځو هیوادونو، لکه کولمبیا، هند، میانمار، پاکستان او د غزې په تراډه کې غیر دولتي وسله والو ډلو هم دا ډول ماینونه کارولي دي. د معلولینو نړیوال سازمان یا هندیکپ انترنشنل ویلي دي چې په ټوله نړۍ کې ۵۸ هېوادونه او نورې سیمې په مځکنیو ماینونو ککړې دي.

«د مځکنیو ماینونو څار يا ارزونه» هر کال د مځکنیو ماینونو د منع کولو د نړیوال کمپاین (ICBL) له خوا چمتو. هنډیکیپ انټرنیشنل د ICBL شریک بنسټ ایښودونکی او مشترتابه هئیت غړی دی چې په 1997 کې یې د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کړې ده.

ناچاودلي توکي؛ په افغانستان کې د ماشومانو له پاره ورځنی ګواښ

03:16

This browser does not support the video element.

GP/BS/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب