1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي طبي سامان آلات یوازي څو ورځي کفایت کوي

۱۴۰۰ شهریور ۵, جمعه

د جهاني روغتیایي سازمان په حواله په افغانستان کي طبي سامان آلات او دارو درمل فقط یو څو ورځي کفایت کوي. داځکه چي د طبي سامان آلاتو پلان سوي پروازونه د امنیتي دلایلو پراساس نسي تر سره کیدلای.

Afghanistan Herat Gesundheitssystem Coronakrise
انځور: DW/S. Tanha

دغه خبره د جهاني صحي سازمان د عاجلو کومکونو سیمه ایز سازمان ورکونکي، ریک برینر نن جمعه (د اګست میاشتي ۲۷ مه) په ژنیو کي د یوه ویدیويي کنفرانس د لاري ژورنالسټانو ته وکړه. په خبره یې « د سامان الاتو او دارو درملو ذخایر فقط د څو ورځو دپاره کفایت کوي.»

برینر همدارنګه وویل، سازمان یې کوښښ کوي چي د پاکستان په کومک مزار شریف ته پروازونه تر سره سي. دغه سازمان افغانستان ته د راتلونکي اونی په سر کي پروازونه پلان کړي وه.

د برینر په خبره یو بل غټ مشکل او خنډ د مصارفو دی. هغه وايي چي اوس د پروازونو بیمې په اصطلاح اسمان ته پورته سوي دي او دومره هیڅ وخت نه وې ګراني سوي . 

برینر اضافه کړه چي په افغانستان کي تقریبأ هرڅه کمبود دي. د زخمیانو د بنداژونو او نورو موادو څخه نیولې بیا د سؤ تغذي سره مخامخ انسانانو او مزمنو مریضانو دپاره ترمعالجوي سامان آلاتو او دواوو پوري.

باید وویل سي چي د مزارشریف د ښار سره نژدې د جرمني د پوځ قرارګاه موقعیت درلودی. خو د هغوی وروستي عسکر په تیر جون میاشت کي ووتل او قرارګاه یې پریښوله.

انځور: Elise Blanchard/AFP

برینر دا هم وویل چي د تقریبأ ۲۲۰۰ صحي مراکزو د جملې څخه کوم چي د جهاني صحي سازمان لخوا ورسره کومک کیږي، ۹۷ فیصده یې فعاله دي او خپلو کارونو ته ادامه ورکوي. خو ځینو کلینیکونو ته ښځي او کوچنیان نه ورځي او هم ځینو ته یو تعداد ښځینه پرسونل ندی ورغلی.

برینر وايي، کیدای سي چي د دې علت د ښځو بیره او احتیاط وي. خو په خبره یې تر اوسه پوري داسي هیڅ رپوټونه وجود نلري، چي طالبانو دي کلینیکونو او روغتونونو ته ورتګ منع کړی وي.

برینر وايي چي د افغانستان څخه په انتقالیدونکو او تښتیدونکو کسانو کي طبي پرسونل هم شامل دی او د دغه ډول مسلکي کسانو د لاسه تلل او ضایع کیدل د ټولو دپاره یو لوی مشکل دی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل