1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د سرحدي کټارې د جوړیدو کار تقریباً بشپړ سوی

۱۳۹۹ دی ۲۳, سه‌شنبه

د پاکستان پوځ ویلي دي چي د افغانستان پولي ته نژدې د کټارې جوړولو کار مخ پر بشپړیدو دی. دغه هیواد وايي چي اغزني کټارې د دواړو پولو په اوږدو کي د یاغیانو د بریدونو د مخنیوي له پاره ضروري دی.

Grenzzaun zwischen Afghanistan und Pakistan
انځور: Reuters/C. Firouz

د پاکستان د وسله والو ځواکونو ویاند، تورن جنرال بایر افتخار د دوشنبې په ورځ وویل چي د ډیورند کرښي په نامه له افغانستان سره د ۲۶۱۱ کیلومتره اوږدې اغزني کټارې د جوړیدو کار ۸۳ سلنه بشپړ سوی دی. هغه په لاهور کي د یوه خبری کنفرانس په ترڅ کي وویل چي د سرحدي کټارې د جوړیدو پاته کار د روان کال تر نیمايي پوري پای ته رسیږي.

پاکستان وايي چي د دغي کټارې د جوړیدو هدف، د پاکستاني طالبانو، القاعده پاته شوو او نورو جگړه مارو ډلو له تگ راتگ څخه مخنیوی دی، چي مخکي له دې به یې په آسانۍ سره کولای سوای، خپل بریدونه د سرحد پر دواړو خواوو ترسره کړي.

د دغه هیواد چارواکو ویلي دي چي یاغیانو په آسانۍ سره کولای سول په پاکستان کي تر برید وروسته بیرته افغانستان ته ولاړ سي.

د پاکستان چارواکو ویلي دي چي له ایران سره په سرحد کي په بلوچستان ایالت کي هم د کټارو جوړلو کار دوام لري او ۳۷ سلنه پر مخ تللی دی، تر څو د قاچاقبرانو او یاغیانو د فعالیتونو مخنیوی وسي.

د افغانستان اوپاکستان ترمنځ سرحدي پولهانځور: Reuters/C. Firouz

افغانستان، دغه سرحد چي د پښتنو په سیمه کي تیریږي او په دواړو خواوو کی یې دغه ستر قوم سره بیل کړی، هیڅکله په رسمیت نه دی پیژندلی.

پاکستان وايي چي د لا ښه سرحدي مدیریت په لټه کي دی، تر څو یاغیان ونسي کولای د سرحد په اوږدو کي په دواړو هیوادونو کي په بریدونو لاس پوري کړي.

تورن جنرال افتخار ویلي دي چي دغه سرحدي کټارې مخکي له دې د پاکستان په خاوره کي د بریدونو په کمښت کي ډېر مهم تمام سوی.

هغه ویلي دي چي په ۲۰۰۱م کال کي له ترهگرۍ سره په جگړه کي تر پیوستون وروسته یې د القاعدې څه د پاسه ۱۱۰۰ جنگیالي نیولي او یا هم وژلي دي. د هغه په خبره په دغه جگړه کي ۸۳ زره پاکستانیان وژل سوي چی زیاتره یې ملکیان خو ځیني یې نظامیان هم ول.

د پاکستان په حواله ددغه دیوال د جوړیدو کار ۸۳ سلنه بشپړ سویانځور: Reuters/C. Firouz

افتخار ويلي دي چي د دغو یاغیانو پر وړاندي د پاکستان مبارزه په بشپړ ډول پای ته نه ده رسیدلې او لا هم داسي یاغیان سته چي پر وړاندي یې باید مبارزه وسي. سربیره پر دې نوموړی ادعا کوي چي په پاکستان کي نور د داعش په گډون سازمان یافته ډلې حضور نه لري.

دا په داسي حال کي ده چي داعش په پاکستان کي د څو وژونکو بریدونو مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی. د بلوچستان ایالت په مرکز، کويټه ښار کي د سږکال د جنورۍ پر دریمه لا په يوه بريد کي د هزاره اقلیت ۱۱ کسان ووژل سول.

پاکستان او افغانستان په وار وار سره، یو پر بل تور لگولی چي د پولو په اږدو کي د یاغیانو د فعالیتونو پر وړاندي گامونه نه پورته کوي.