1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د پوليو د واکسين تازه کمپاين پېل شوی

۱۴۰۳ آذر ۵, دوشنبه

د طالبانو د روغتيا وزارت اعلان کړی دی چې د پوليو واکسين يو بل کمپاين یې پېل کړی چې په ترڅ کې به یې ۵،۳ ماشومان واکسين شي.

پولیو یوه ساري عفوني ناروغي ده چې په تیره بیا د کم عمره ماشومانو د دایمي فلج کیدو او مړیني سبب کيدلی سي.
په افغانستان کی یو وار بیا د پولیو د واکسین د کمپاین پیل کیدلانځور: Noorullah ShirzadaAFP/Getty Images

په افغانستان  کې د پولیو د پیښو له زیاتیدو وروسته د طالبانو ادارې د کوچنیانو د فلج کیدو د دغې ناروغۍ په وړاندي یو وار بیا کمپاین پیل کړی دی.

د طالبانو د روغتيا وزارت اعلان کړی دی چې په ۱۱ ولايتونو کې یې د پوليو واکسين يو بل کمپاين پېل کړی دی چې په ترڅ کې به یې ۵،۳ ميليون هغه ماشومان چې لا پنځه کلن شوي نه دي، واکسين شي.

 د طالبانو د عامې روغتیا د وزارت ویاند ، شرافت زمان د آلمان خبري آژانس ته وویل چې دا په روان کال کې د پولیو  په وړاندي پنځم کمپاین دی او یوولس ولایتونه به تر پوښښ لاندي راولي. د نوموړي وزارت په حواله به  د دریو ورځو په جریان کی شاوخوا پنځه میلیونه کوچنیان چی تر پنځه کلونو کم عمر لري، واکسین سي.

د ښځينه واکسيناتورانو نقش ډېر مهم دی

په افغانستان کې د دود او دستور په پام کې نيولي سره د کور په کور کمپاين په ترڅ کې د ښځينه واکسيناتورانو شتون ډېر موثر بلل کيږي خو دا چېطالبانو  د ښځو پر کار محدوديتونه لګولي دي، د روغتيا په برخه کې هم د ښځينه کارکوونکو شمير ډېر کم شوی دی.

دې موضوع ته په کتلو سره د يونيسف سيمه ایز دفتر خبرداری ورکړی دی چې «سړي نه شي کولی د پوليو رېښې د ښځينه واکسيناتورانو له ونډې پرته ور پرې کړي.»

آیا افغانستان کې د پولیو پیښې ورځ تر بلې ډیریږي؟

31:30

This browser does not support the video element.

د يونيسف د جنوبي آسيا د برخې مشر سانجی ويجيسيکيرا، د ايکس پر پاڼه ليکلي دي: «يوازې ښځې کولی شي د پوليو د واکسين له پاره د مېندو باور په لاس راوړي او هر ماشوم ته لاس رسی پيدا کړي.»

پولیو یوه ساري عفوني ناروغي ده چې په تیره بیا د کم عمره ماشومانو د دایمي فلج کیدو او مړیني سبب کيدلی سي. دغه ناروغي د واکسین د کمپاینونو له امله د نړۍ په ډیریو هیوادونو کې له منځه تللې ده. خو یوازي په پاکستان او افغانستان کی لا پاته ده او په دا وروستیو کی دغه ویروس د غزې په تراډه کې هم کشف سوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان ( ډبلیو اچ او) خبر ورکړی چې په روان کال کې په افغانستان  کې د پولیو د وحشي ډول ۲۳ پیښې ثبتې سوي دي. یو کال ترمخه یې شمیر ۶ ته رسیده. نوموړي سازمان دا خبرداری هم ورکړی چې له گاونډي هیواد پاکستان څخه د په سلو زرو افغانانو ډله اییز اخراج هم د نوموړي ویروس د پراخیدو خطر زیات کړی دی.

د ډبلیو اچ او په حواله ، په افغانستان کې د سپتمبر په میاشت کې د واکسین یو پلان سوی کمپاین د هغو خبرو اترو له امله وځنډیدی چې واکسینونه باید نور کور په کور نه بلکه په عامه ځایونو لکه مسجدونو کې عملي سي. دا چې د پولیو د واکسین اوسنی کمپاین به څه ډول عملي سي، په هکله یې د عامې روغتیا وزارت څه نه دي ویلي.

GP/BS/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب