افغان سوله غوښتونکي: خارجیان ځي، نو ولي باید جنګ وکړو؟
۱۴۰۰ اردیبهشت ۵, یکشنبه
خارجیان د افغانستان څخه وځي، نو ولي باید جنګ ادامه پیدا کړي؟ دغه مهمه پوښتنه په افغانستان کي د «ولسي غورځنګ» فعالینو کړې ده چي د ټول افغانستان په سطح یو کمپاین کي یې مطرح کړې ده.
انځور: Abdul Malik Hamdard/Afghan People Peace Moment
اعلان
د «ولسي غورځنګ» په نامه فعالینو یوه ویاند پرون شنبه (د اپریل میاشتي ۲۴ مه) دغه خبره وکړه، کوم چي د افغانستان د ۳۴ ولایتونو د جملې څخه یې په ۲۵ کي مطبوعاتي کنفرانسونه دایر کړي وه. پر دې سربیره هغوی په انترنیټ کي هم د هغه دپاره فعالیت شروع کړی دی. د دغه غورځنګ یو فعال، اقبال خیبر وویل، د دې دپاره نور هیڅ دلیل او معذرت نه سته، چي نور دي جنګ ادامه پیدا کړي.
پرون شنبه د یوه پریکړه لیک په صادرولو سره هغوی په عین حال کي د امریکا متحده ایالاتو او بین المللي ټولني څخه هم وغوښتل، چي د افغانستان حکومت او د طالبانو رهبران دې ته مجبوره کړي، چي په ترکیه کي د افغانستان په کنفرانس کي برخه واخلي، پر یوه اوربند باندي توافق سره وکړي او د افغانستان د قضیې دپاره د حل یوه لار پیدا کړي.
طالبان، چي د ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ م کال پوري یې پر افغانستان باندي حکومت وکړ، په کابل کي د لویدیځ پلوه حکومت او خارجي قواوو پر ضد جنګیږي.
بیا د ۲۰۰۱ م کال د سپتمبر پر ۱۱ مه باندي په نیویارک او واشنګټن کي تر ترهګريزو حملو وروسته د امریکا په رهبرۍ یوې نظامي مداخلې د طالبانو واکمنۍ ته خاتمه ورکړه.
د امریکا اوسني جمهوررئیس، جوبایدن د همدې کال د سپتمبر تر ۱۱ مي پوري د افغانستان څخه د ټولو امریکايي قواوو د وتلو اعلان کړی دی. دا هم پداسي حال کي ده، چي پخواني جمهوررئیس، دونالد ترمپ د می میاشتي تر اولي نیټې پوري د طالبانو سره د خپلو قواوو د وتلو موافقه کړې وه.
انځورونه:په سوريه کي له ولسي پاڅون څخه تر نیابتي جګړې پوري
په سوریه کي ۱۰ کاله مخکي کورنۍ جګړه د عربي پسرلي په نامه د ولسمشر بشارالاسد پر وړاندي په سوله ایزو مظاهرو سره پیل سوه. په دغه جګړه کي تر ۳۸۷ زره اضافه انسانان وژل سوي دي. اوس هغه په یوې نیابتي جګړې اوښتې ده.
انځور: Getty Images/AFP/K. Al-Masri
د ۲۰۱۱م کال د مارچ ۱۵مه
د سوریې په جنوب دمشق او دارعا کي پاڅون کوونکي د دغه هیواد د واکمن بشاالاسد پر ضد راپورته سول.
انځور: picture alliance/dpa
د ۲۰۱۱م کال جولای مياشت
د شورشیانو مشر ډګروال ریاض الاسد او نورو یاغیانو د (FSA) په نامه د سوریې آزاد پوځ جوړ کړ.
انځور: Getty Images/Anadolu Agency/H. el Homsi
د ۲۰۱۲م کال جولای مياشت
(FSA) د سوریې په شمال کي لوی اقتصادي مرکز حلب او وروسته یې د حُمص سیمي هم ونیولې.
انځور: Getty Images/Anadolu Agency/H. el Homsi
د ۲۰۱۳م کال اګست مياشت
دمشق ته نژدې په شرقي غوطه کي د کیمیاوي برید په نتیجه کي، د امریکا متحده ایالاتو په حواله ۱۴۰۰ انسانان ووژل سول.
انځور: Getty Images/AFP/A. Eassa
د ۲۰۱۳م کال سپتمبر مياشت
امریکا متحده ایالات په یوه پوځي ماموریت سره خبرداری ورکړ، په دې ډول اسد د سوریې د زهرجن ګاز ارسنال «فابریکې» د له منځه وړلو سره موافقه وکړه.
انځور: picture alliance/AP/Z. Garbarino
د ۲۰۱۴م کال جنوري مياشت
د اسلامي دولت په نامه سني جهادي ملیشو د رقعې په نیولو سره د سوریې په شمالي ښار کي خپله پلازمېنه اعلان کړه، د وحشت یوه واکمني. حکومت او اپوزیسیون د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب په اول وار په ژنیو کي مخامخ خبري وکړې چي کومه نتیجه یې ور نه کړه.
انځور: Getty Images/D.Souleiman
د ۲۰۱۴م کال می مياشت
تر کلونو محاصرې وروسته د سوریې حکومتي ځواکونو د حُمص زوړ ښار بیرته له یاغیانو ونیو.
انځور: picture-alliance/dpa
د ۲۰۱۴م کال جون مياشت
په اصطلاح اسلامي دولت (داعش) ملیشو د عراق او سوریې نوري برخې هم تر خپلي ولکې لاندي راوستې. امریکا متحده ایالاتو د دغي ډلي په مقابل کي نړیوال ائتلاف جوړ کړ.
انځور: Reuters/A. Ismail
د ۲۰۱۴م کال سپتمبر مياشت
امریکا متحده ایالات د عربي او اروپايي متحدینو سره یو ځای په سوریه او عراق کي د داعش پر ملیشو هوايي بریدونه پيل کړل. آلمان هم پکښې ونډه واخيستله.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Nickel
د ۲۰۱۵م کال جنوري مياشت
د (YPG) په نامه کُردي ملېشې تر سختو جګړو وروسته د داعش ملېشې د ترکیې سرحد ته نژدې، د سوریې له شمالي ښار کوبانه څخه و ایستلې.
انځور: Reuters/O. Orsal
د ۲۰۱۵م کال اګست مياشت
د «موږ یې تر عُهدې وتلای سو» په ویلو سره د آلمان صدراعظمي انګیلا میرکل په تاریخ کي یوه جمله ثبت کړه. دغه جمله هغو ډیرو مهاجرو ته متوجه وه چي په خاص ډول له سوریې څخه د بالکان له لاري آلمان ته راتلل.
انځور: Getty Images/AFP/J. Eisele
د ۲۰۱۵م کال سپتمبر مياشت
روسیې د «ترهګرو» پر وړاندي هوايي بریدونه پیل کړل، له همدې کبله د سوريې پوځ د لتاکیا او حلب ځیني سیمې بیرته ونيولې.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Alkharboutli
د ۲۰۱۶م کال فبروري مياشت
د امریکا متحده ایالاتو او روسیې په منځګړیتوب د هیواد په سطحه یو اوربند رامنځته سو چي ډیر ژر بیرته له منځه ولاړ.
انځور: Getty Images/AFP/K. Al-Masri
د ۲۰۱۶ م کال ، سپتمبر
د سوریی نظامي ځواکونو د روسیې او ایران په ملاتړ په حلب کي د داعش د ځواکونو په وړاندي عملیات پیل کړل. درې میاشتي وروسته دغه ستر ښار په بشپړ ډول د سوریی د حکومت تر کنترول لاندي راغی.
انځور: picture alliance/AP Photo
د ۲۰۱۶م کال ، دسمبر
د ترکیې او روسیې په منځګریتوب د اسد د مخالفینو او د هغه د حکومت ترمنځ یو اوربد رامنځته سو.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Shipenkov
د ۲۰۱۷م کال اپریل مياشت
په کوچني ښار خان شیخون کي د کیمیاوي موادو په یوه شکمن برید کي ۸۶ ملکي کسان ووژل سول.
امریکا متحده ایالاتو د هغه په جواب کي په اول وار پر حکومتي ځواکونو حمله وکړه او د الشریعت نظامي هوايي ډګر یې وویشت.