روسیه په منځنۍ آسیا کي خپله پوځي وړتیا پياوړې کوي
۱۴۰۰ مرداد ۷, پنجشنبهد روسیې د دفاع وزیر سرگي شویگو د چارشنبه په ورځ څرگنده کړې چي د خپل هیواد پوځي اډې به په منځنۍ آسیا کي د شوروي اتحاد په پخوانیو جمهوریتونو تاجيکستان او قرغزستان کي د «د بحراني حالت پر وړاندي د غبرگون» په توگه لا ښه مجهزي کړي.
د روسیې د دفاع وزیر د تاجيکستان په پلازمېنه دوشنبه کي له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په اشارې سره د دغه هیواد وضعیت له گاونډیو هیوادونو څخه خپلو سیالانو لکه د چین د دفاع وزیر وای فینگه سره تر بحث لاندی ونیو.
شویگو وویل چي امریکا متحده ایالات د خپلو ځواکونو په «چټک ایستلو» سره افغانستان له یوه خطرناک حالت سره مخامخ پریږدي. انترفکس خبري آژانس ليکلي چي شویگو له خپل چینايي سیال سره د خبرو په ترڅ کي امریکا متحده ایالات په اصطلاح گرځنده سرکس کي د وحشي حیواناتو له یوه خراب ترینر سره مقایسه کوي.
شویگو وویل: «د سرکس د وحشي حیواناتو دغه ترینر په وهم سره له قفس تښتیدلی او اوس له نورو لیدونکو سره له بهر څخه ننداره کوي چي د دغي نندارې نور لوبغاړي څنگه پر یوه ټوټه پاته سوو غوښو باندي یو د بل په وړاندي مبارزه کوي.»
روسیه په افغانستان کي د طالبانو له پرمختگ څخه په اندېښنه کي ده. شویگو اعلان وکړ چي په منځنۍ آسیا کي په «وسلو، پوځي تکنالوژۍ او کادرونو په روزنه» سره د خپلو متحدینو ملاتړ کوي. هغه وویل چي په سیمه کي د بریدونو خطر ډیریږي، دا ځکه چي د داعش ترهگري ملېشې غړي په مخ پر زیاتدیونکي ډول د مثال په توگه له لیبیا او سوریې څخه افغانستان ته راځي.
روسیه تر هیواد دباندي تر ټولو لویه نظامي اډه په تاجيکستان کي لري. د روسیې د دفاع وزیر تاجيکستان ته ډاډ ورکړی چي د ترهگرو د احتمالي نفوذ پر وړاندي به دغه هیواد ملاتړ کوي.
څه موده وړاندي په سونو افغان امنیتي ځواکونه له طالبانو سره د جګړې پرمهال تاجيکستان او ازبکستان ته پناه وړې وه. شویگو ویلي چي د هغوی دغه تېښته د دې ښکارندويي کوي چي له طالبانو سره د امریکا متحده ایالاتو هوکړه لیک نه عملي کیږي.
روسیه همدارنگه د روان کال د اگست له ۵ نېټې څخه تر ۱۰ مي پوري له افغانستان سره په سرحد کي په تاجيکستان او ازبکستان کي په یوه گډ نظامي مانور کي برخه اخلي. د شویگو په خبره په دغو پوځي تطبیقاتو کي تر ټولو دمخه د دې تمرین کیږي چي د مثال په ډول له هوايي اکتشافي دستگاوو څخه څرنگه کیدای سي له افغانستان څخه د جنگیالیو د ور اوښتلو مخه ونیوله سي.
GP/NZ/AG