1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ناروې کې د افغانستان سفارت تړل کيږي

۱۴۰۳ شهریور ۲۰, سه‌شنبه

په ناروې کې به د افغانستان سفارت په روانه اونۍ کې وتړل شي. په لندن کې هم د افغانستان سفارت د تړل کيدو خبر ورکړل شوی دی. په دې توګه دا په روانه اونۍ کې د دغه هېواد دويم ديپلوماتيک ماموريت دی چې د تړل کیدو اعلان یې کيږي.

آرشيف انځور: د کابل پر وزير اکبر خان تپه د افغانستان بيرغ
په ناروې کې د افغانستان سفارت د ايکس شبکې له لارې اعلان کړی دی چې سفارت به د پنجشنبې په ورځ وتړل شي.انځور: Getty Images/AFP/S. Marai

د دې دوو سفارتونو د تړل کيدو اعلان تر هغه څو مياشتې وروسته کیږي چې طالبانو ويلي ول چې د پخواني حکومت له خوا غوره شوي ماموريتونه نور په رسميت نه پيژني او پريکون ورسره اعلانوي.

په ناروې کې د افغانستان سفارت د ايکس شبکې له لارې اعلان کړی دی چې سفارت به د پنجشنبې په ورځ وتړل شي.

د سفارت په اعلاميه کې راغلي دي: «د افغانستان د اسلامي جمهوريت سفارت به د افغانستان د يو شمير نورو سياسي او قونسلي نمايندګيو په څېر خپلو فعاليتونو ته د بشري حقونو، پلورالیزم او سولې له ارزښتونو سره پر يو شمير ستونزو او محدودو سرچينو سربيره دوام ورکړي.»

په درې ژبه کې په نشر شوې دې اعلاميه کې زياته شوې ده چې د سفارت ودانۍ به د ناروې د بهرنيو چارو وزارت ته وسپارله شي.

د بريتانيا حکومت هم د دوشنبې په ورځ ويلي ول چې په لندن کې به د افغانستان سفارت د سپتمبر پر ۲۷مه وتړل شي. زیاته شوې ده چې دا پريکړه په کابل کې د طالبانو له لوري د سفارت د کارمندانو له کاره تر ګوښه کولو وروسته شوې ده. د بريتانيا حکومت هم د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر تر اوسه د طالبانو حکومت د افغانستان د مشروع حکومت په توګه په رسميت نه دی پيژندلی.

چين: افغانستان کې ديپلوماتانو ته اړتيا لرو

06:15

This browser does not support the video element.

افغان ديپلوماتان چې د پخواني حکومت د واکمنۍ په دوره کې یې خدمات ترسره کول، هغه وخت د يوې سترې ستونزې سره مخامخ شول چې د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې طالبانو کابل ونيو او يو ځل بيا یې د واک واګي په لاس کې واخيستل.

په اروپا او یو شمير نورو هېوادونو کې ډېرو سفارتونو خپل فعاليت ته دوام ورکړ، خو د طالبانو له خوا پرې تور ولګول شو چې له دوی سره په همکارۍ کې پاتې راغلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د سیمې يو شمیر هېوادونو ته خپل سفيران او ديپلوماتان استولي دي چې په هغه کې چين او متحده عربي امارات شامل دي.

طالبانو تر اوسه په لندن او اوسلو کې د سفارتونو د تړل کيدو په تړاو کومه تبصره نه ده کړې.

ب. ص/ ن. ز (APE) 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب