1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سپنتا: حکومت پخوا لا تیښتي ته تیاری نیولی وو

۱۴۰۰ دی ۱۰, جمعه

د افغانستان د پخواني خارجه وزیر رنګین دادفر سپنتا په حواله واک ته د طالبانو رسیدل تصادفي کار نه وو، بلکې له مخکی نه لا تیاری ورته نیول سوی وو. ولسمشر غني په خپله لومړۍ مرکه کې بیا له افغانستانه د خپلو وتلو دفاع کړې.

Afghanistan | Präsident Ashraf Ghani
انځور: Sajjad Hussain/AFP/Getty Images

د افغانستان دغه پخوانی جګپوړی سیاستوال چی اوس د جرمني په آخن کې اوسیږي د پنجشنبې په ورځ د «دویچلند فونک» په نامه آلمانۍ رسنۍ ته وویل: «څو میاشتي مخکی لا د دې له پاره تیاری نیول کیده چې څنګه ولسمشر غني، د هغه میرمن او نیژدې کارکوونکي یې انتقال سي. دې هرڅه ته آمادګي نیول سوې وه او داسې نه ول چې ولسمشر دې په ناڅاپي ډول د ولسمشرۍ ماڼۍ پرېږدي.»

د هغه په خبره په کابل کي ډیری سیاستوال او ناظرین په دې پوهیدل چي د حکومت او جمهوریت ړنګیدل رانیژدې سوي دي. سپنتا وویل چي «دا هرڅه د ولسمشر او د هغه د ټیم او تر ټولو دمخه له طالبانو سره د امریکا متحده ایالاتو د مذاکراتو د ټیم له خوا آماده سوي ول. خو دا چې دا هرڅه دومره ژر رامنځته سول، موږ یې هیڅ ګومان نه کاوه.»

د افغانستان پخوانی خارجه وزیر رنگین دادفر سپنتاانځور: DW

سپنتا له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۱۰ کاله پورې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وو. هغه له هیواده د خارجي ځواکونو له وتلو څخه ملاتړ کاوه خو نه په دې ډول. هغه وایی: «هیچا نه غوښتل چې نړیوال ځواکونه دې په افغانستان کې نور حضور ولري. خو د هغوی وتل باید په مسوولانه ډول ترسره سوي وای او نه داسې چې افغانستان پکې برخه وانه خلي او پرته د قدرت له انتقاله او یا هم د سولې پروسه یوې نتیجې ته نه وي رسیدلې. سربیره پر دې حکومت چې د ځینو لویدیځو هیوادونو له خوا یې په انتخاباتو کې د درغلۍ ملاتړ سوی، خپله تیښته پخوا لا پلان کړې وه.»

سپنتا په خپله د اګست په نیمایی کې د تُرکانو په مرسته له کابله وتښتید. د هغه په خبره مخکې له دې چې هوایي ډګر ته ولاړ سي  کور یې د طالبانو له خوا تلاشي سوی وو: «که ما ډیر لږ د ژوندي پاته کیدو چانس لرلی نو په افغانستان کې به پاته سوی وای.»

ددې پوښتني په ځواب کې چې آیا د لویدیځ په خوښه په افغانستان کې د دیموکراسي راوستل یوه اشتباه وه، سپنتا وویل: «دیموکراسي کومه پروژه نه ده چې سړی ېې نورو هیوادونو ته په پاکټ کې انتقال کړي. دا یوه پروسه ده او په داسې یوه هیواد کې چې ۲۰ کاله جګړه پکښې وه، نه سي عملي کیدای.»

په عین وخت کې د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني، د افغانستان تر سقوط وروسته په خپله لومړنۍ مرکه کې بي بي سي ته وویل چې تر وروستیو ساعتونو نه پوهیده چې چیرته ځي او دا چې له هیواده وتل یې تر ټولو سخته پریکړه وه.

غني له بي بي سي سره په مرکه کې وويل چې هغه مهال يې له کابله د وتلو پرواز نه وو پلان سوی، خو دغه کار يې ځکه وکړ تر څو يې په کابل ښار کې د وينې بهیدنې مخنيوی کړی وي.

هغه وويل: «د هغې ورځې په سهار، ما لا دا فکر نه کاوه چې زه به تر غرمې وروسته وځم.» د آلمان خبري آژانس په حواله، د اشرف غني د ولسمشرۍ ماڼۍ د محافظت رئيس او د هغه امنيتي سلاکار، حمدالله محب په هغه وخت کې ورته خبر ورکړ چې د جمهوري ریاست ګارډ نور پاشل سوی دی. هغه زیاته کړې که چيرته يې مقاومت کړی وای نو ټول وژل کیدل او هيڅ چا نه سو کولی چې له هغه څخه دفاع وکړي. غني زیاته کړه: «محب واقعاً ډار سوی وو او له دوو دقیقو ډیر فرصت يې رانکړ»، تر څو تصمیم ونیسم چې څه باید وسي.

GP/KH/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل