د تخار د اطلاعاتو او کلتور رئیس ذبیح الله انصاري دویچه ویله ته وویل چې یاده پېښه نن سهار شاخوا ۷:۳۰ بجې رامنځته شوې ده. هغه وویل: «د یوه پیکپ موټرد چپه کېدو له امله د چاه آب ولسوالۍ په انجیر کلي کې دا پېښه رامنځته شوې چې له امله یې ۱۶ کسانو خپل ژوند بایللی او ۷ تنه سخت ټپیان شوي دي.»
په دې اړه اړوند مطلب:افغانستان: ترافيکي پيښو د ۷۰۰ کسانو ژوند اخيستی
د تخار ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس که څه هم دټرافیکي پېښې د قربانیانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي خو عیني شاهدان بیا د پېښې قربانان د کان کېندونکي یادوي. د تخار ولایت د چاه آب ولسوالۍ اوسېدونکی عطالله وایي چې د پېښې قربانیان کان کېندونکي دي او د کار ځای پر لور روان ول چې یاده پېښه رامنځته شوې ده.
د ترافیکي نظام په اړه تحقیق کونکي ادارې (اِن رِکس) د څیړنې په حواله په ټوله نړۍ کې ۳۸ هیوادونه داسي دي چیري چې په ۱۰۳۴ ښارونو کې موټر چلونکي له ډيرو سختو ترافيکي بندښتونو سره مخامخ کیږي. دغه ښارونه دلته وپېژنۍ:
انځور: picture alliance/dpa/W.Lei د لاس اینجلس ښار د ترافیکو د ترافيکي بندښت په اساس د ټولې نړۍ په کچه په لومړي مقام کې ځای لري. په دي ښار کې په اوسط ډول موټر چلونکي په کال کې ۱۰۴ ساعتونه په راه بندۍ کې تیروي.
انځور: picture-alliance/Frank Duenzlد روسیې په پلازمېنه مسکو کې د لارۍ د بندښت یو مهم فکتور د سیمې د پراخوالي په تناسب د لږو سړکونو موجودیت دی. په مسکو کې موټر چلونکي په اوسط ډول په ټول کال کې ۹۱ ساعتونه په راه بندۍ کې تیروي.
انځور: Getty Images/Y.Kadobnovد نیویارک خلک هم د ترافیکو د بیروبار له امله ډیر په زحمت کې وي. د دغه ښار اوسیدونکي په کال کې ۸۹ ساعتونه په خپلو موټرو کې له دې امله انتظار باسي، ځکه چې لارې ډیرې سختې بندې وي.
انځور: picture alliance/dpa/blickwinkelکه تاسې سحر د ترافیکو د ازدحام پر مهال د سان فرانسسکو د ګولډن ګیټ برج، په راه بندۍ کې بند پاتې شئ، بیا نو په دې پوه شئ چې دا ستاسې وخت او پیسې دواړه در ضایع کوي. په امریکا متحده ایالاتو کې د راه بندۍ له امله هر کال موټر چلونکي په اوسط ډول ۱۴۰۰دالره اضافي لګښتونه زغمي.
انځور: Getty Images/J.Sullivanد برازيل هیواد ساؤ پاؤلو، ښار د ترافیکي راه بندښت له امله په نړۍ کې شپږم ځای نیولی دی. په دې ښار کې موټر چلونکي هر کال نږدې ۷۰ ساعتونه په راه بندښت کې تیروي.
انځور: picture alliance/dpa/C.Fagaکه د ترافیکو د بیرو بار خبره وي، نو په اروپا کې بریتانیا په دې برخه کې دریم ځای لري. د څیړونو په حواله د دې تر ټولو لوی لامل په دغه هیواد کې د آن لائن شاپنګ یا د انټرنټ له لارې د خریدارۍ مخ پر زیاتیدونکی کاروبار دی چې له امله په سړکونو کې د نورو ترانسپورتي وسایلو سربیره د فرمائش شویو سامان آلاتو لیږدونکو موټرو برو بار هم زیات وي.
انځور: Getty Images/S.Barbourکه څه هم د (اِن رِکس) ادارې د چين او جاپان اعداد او شمیرې نه دي راټول کړي، خو د دغو دواړو هیوادونو د ترافیکو وضعیت هم مخ پر خرابیدو ښکاري.
انځور: picture alliance/dpa/W.Leiنوموړی ادارې په افریقا کې په دې اړه ارقام نه دي راټول کړي، خو په سړکونو کې د موټرو د بیرو بار له امله موټر چلونکي له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي. د بیلګې په توګه د نایجیریا تر ټولو لوی ښار لاګوس خلک له راه بدښت څخه ډیر اغیزمن کیږي.
انځور: Getty Images/P.U.Ekpei د افغانستان پلازمېنه کابل هم د راه بندښت له مخې تر چا کم نه دی. دغه ښار چې تر ګنجایش د ډیرو خلکو کوربه دی، موټر چلونکي یې په ساعتونو ساعتونو په لار بندیو کې بند پاتې وي. د وګړو او موټرو د ډیرښت سربیره د ترافیکي قوانینو نه مراعتول هم په دې ښار کې د راه بندښت له عمده عواملو څخه شمیرل کیږي.
انځور: DW نوموړي وویل: «د پېښې قربانیان د نورآبه کان کارکوونکي ول چې د انجیر قشلاق له سیمې څخه دغه کان ته روان ول چې متاسفانه په لاره کې ټرافیکي پېښه رامنځته شوې او مړو شویو کسانو جسدونه او ټپیان روغتونو ته انتقال شول چې د ډېریو ټپیانو روغتیایي وضعیت ښه نه وو.»
د یادې پېښې د رامنځته کېدو لامل د چلوونکي بې احتیاطي یاد شوې ده.