1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د آلمان حکومت افغانستان نه دی هیر کړی»

۱۴۰۰ اسفند ۲۰, جمعه

د آلمان د حکومت د بشري حقونو د چارو مسؤلي، د یوې غونډي په ترڅ کي وویل چي آلمان د افغانستان وضعیت نه دی هېر کړی. د بشري حقونو افغانی فعالي ناهید شاه عالمي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندي له «جنسیتي آپارتاید» څخه خبره وکړه.

Luise Amtsberg
انځور: Bernd von Jutrczenka/dpa

د آلمان په ائیتلافي حکومت کي له زرغون گوند څخه لوئیزه امتسبرگ په یوې غونډه کي چي د پنجشنبې په ورځ جوړه سوې وه، څرگنده کړه چي د افغانستان په اړه د آلمان سیاست پر دریو ستنو ولاړ دی: بشري مرستي، د بشري حقونو په برخه کي همدارنگه په دیپلوماتیکي سطحه فعالیت او دریم د مهاجرو قبلول.

مېرمن امتسبرگ زیاته کړه چي د دغو ټولو دریو بُعدونو له پاره هم امکانات او هم موانع موجود دي. هغې ټینگار وکړ: «طبعاً چي موږ به طالبان په رسمیت ونه پیژنو.»

د بشري حقونو افغاني فعالي، ناهید شاه عالمي د طالبانو د حکومت له خوا له بشري حقونو څخه د سختو سرغړونو څخه شکایت کړی. هغې د طالبانو له خوا له عامه حوزې څخه د ښځو دمحرومولو په هکله له «جنسیتي آپارتاید» څخه خبري وکړې.

هغې زیاته کړه، خو بیا هم د افغانستان په دننه کي، په لږو مواردو کي پروژه  يي کارونه ممکن دي.

د جرمني د کاتولیکي کلیسا د مرستندویه شبکې بڼسټ «میزرور» څخه میرمن انا دیرکسمایر هم ویلي دي چي په افغانستان کي د فعالیت له پاره لازم شرط، له طالبانو سره مؤفقانه مذاکرات دي.

د «آلمان د کاتولیکو ښځو اتحادیې» رئیسې، مېرمن ماریا فلاخسبارت د راتلونکو ټولنو د بیا رغوني په برخه کي د ښځو پر نقش ټینگار وکړ او ويې ویل چي له همدې کبله د ښځو حقونو ته احترام او له هغوی څخه دفاع، بنیادي اهمیت لري.

GP/NZ/AG