1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان پنځه مخابراتي شرکتونه جريمه شوي دي

۱۳۹۹ بهمن ۲۰, دوشنبه

د افغانستان د مخابراتي خدماتو د تنظيم اداره (اترا) وايي چې پنځه مخابراتي شرکتونه او د سیمکارتونو په لسونو پلورنځايونه يې جريمه کړي دي. دغې ادارې د يوه کال په جریان کې د سلونو مخابراتي آنتونو له تخريب څخه هم خبر ورکړی دی.

Handy-Nutzung in Afghanistan Flash-Galerie neu
انځور: AP

اترا وايي چې پنځه مخابراتي شرکتونه او د سیمکارتونو پلورنځايونه يې په دې دليل چې غیر راجستر شوي سیمکارتونه يې خرڅول، جريمه کړي دي.

د افغانستان د مخابراتي خدماتو د تنظيم ادارې (اترا) عمومي رئیس، عمر منصور انصاري، د دوشنبې په ورځ (د فبروري ۸مه) ملت ته د حکومت د حساب ورکونې په پروګرام کې خبرې وکړې. هغه وويل په ۱۳۹۹ کال کې د سیمکارتونو د راجستر کولو میکانیزم فعال شوی چې په دې سره، د غیرقانوني او نه ثبت شوو سیمکارتونو ۷۰ سلنه ستونزې حل شوي دي.

هغه وويل د نه ثبت شوو سیمکارتونو د خرڅلاو له بابته د اتصالاتو مخابراتي شرکت ۱۲،۵ ميلیونه افغانۍ، روشن شرکت ۳۵ ميلیونه افغانۍ، «ام تي ان» ۷،۵ ميلیونه افغانۍ، افغان بیسیم ۷،۵ ميلیونه افغانۍ او افغان تیلکام هم ۷،۵ ميلیونه افغانۍ جريمه شوي دي.

پر دې علاوه، د سیمکارتونو د خرڅلاو ۷۵ شرکتونه هم د نه ثبت شوو سیمکارتونو د خرڅلاو له بابته، له ۵۰۰ زره افغانيو تر ۷۰۰ زره افغانيو پورې جریمه شوي دي. د دغه ډول ۲۷ شرکتونو جوازونه هم په موقتي توګه ځنډول شوي.

اترا زياتوي چې له بريښنايي تذکرو څخه د استفادې پر طرحې او د سیم کارتونو د راجستر پر بایومتريک سیستم کار روان دی چې په څو مياشتو کې به د عملي کولو وړ وګرځي.

په افغانستان کې د نه ثبت شوو سیمکارتونو استفادې، په ځانګړې توګه امنيتي ارګانونو ته ستونزې جوړې کړي دي. دغه ډول سیمکارتونه د ټليفوني مزاحمتونو د څار او تعقیب بهیر هم سخت کړی دی. خو د امنيتي ارګانونو او اترا پر هڅو سربیره، لا هم د نه ثبت شوو سیمکارتونو فروشات ادامه لري.

د افغانستان د مخابراتو وزارت د مخابراتي خدماتو د تنظيم ادارې د معلوماتو پر اساس، په افغانستان کې د تيرو شلو کلونو په جریان کې څه باندې ۲۴ ميليونه سيمکارتونه خرڅ شوي دي، خو اوس یوازې ۲۲ میلیونه فعال سیمکارتونه موجود دي. په افغانستان کې پنځه خصوصي او دوه حکومتي مخابراتي شرکتونه فعاليت کوي.

د څه باندې ۳۰۰ آنتونو تخریب

اترا، په افغانستان کې شته ناامني، د مخابراتي خدماتو د عرضې په لار کې تر ټولو ستره ستونزه بولي او وايي چې په روان لمريز کال کې ۱۶۲ مخابراتی انتنونه په بشپړ او ۱۴۶ انټونه په قسمي ډول تخریب شوي دي.

انصاري د جګړې له ښکيلو خواو وغوښتل چې مخابراتي تاسيساتو ته زيان و نه رسوي: «مخابراتي زيربناوې، د راتلونکو سلو کلونو پانګه ده. خو سږکال شاوخوا ۱۲۰۰ مخابراتي آنټنونه تر امنيتي ګواښ لاندې ول چې دا د مخابراتي شبکو ۱۷ سلنه برخه ده.»

د اترا د معلوماتو پر اساس، د ۳۰۸ پايې تخريب شوو او يا زیانمن شوو مخابراتي آنتنونو له ډلې څخه، ۷۸ آنتنونه د افغان تيلکام، ۷۸ آنتونه د اتصالاتو شرکت، ۸۸ د افغان بیسیم، ۳۲ د «ام تي ام» او ۴۱ نور يې د روشن مخابراتي شرکت اړوند دي. د دغې ادارې د ارزونې له مخې د دغو آنتنونو د تخریب له بابته مخابراتي شرکتونه په مجموعي توګه ۱۵ ميليونه زيان لیدلی دی.

دویچه وله د/م.ک.ص./ن.ز.