د جگړو له سختیدو سره سم، ترکمنستان ته د طالب استازو سفر
۱۴۰۰ تیر ۲۱, دوشنبه![Katar Doha | Afghanistan Friedensverhandlungen | Abbas Stanikzai](https://static.dw.com/image/54903413_800.webp)
په قطر کي د طالبانو سیاسي دفتر د یکشنبې په ورځ، ترکمنستان ته د ددغي ډلي د یوه هیئت له سفر څخه خبر ورکړی دی.
په دوحه کي د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، محمد نعیم وايي چي تیره ورځ د شیر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ د دغي ډلي یو هیئت د ترکمنستان په بلنه عشق آباد ته رسیدلی دی.
د طالبانو ویاند زیاتوي چي دغه هیئت نن دوشنبه (۲۰۲۱م کال د جولای ۱۲مه) د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره د سیاسي او اقتصادي موضوعگانو او د دواړو هیوادونو د مشترکو گټو په هکله خبری اتري کړي.
دا په تیره یوه اونۍ کي گاونډي او د سیمي هیوادو ته د طالبانو د ډلي د استازو دریم سفر دی.
د تیري اونۍ د چارشنبه په ورځ، ایران د طالبانو د استازو او له افغانستانه د یوه هیئت کوربه وو. هلته یوه بین الافغاني غونډه ترسره سوه او دواړو خواوو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ټینگار وکړ چي جگړه د حل لار نه ده او باید پر یوې سیاسي حل لاري پر پیدا کولو باندي تمرکز وسي.
یوه ورځ وروسته تر هغه د پنجشنبې په ورځ، د شهاب الدین په مشرۍ د طالبانو یو بل هیئت روسیې ته سفر وکړ او هلته یې له روسي چارواکو سره لیدني کتني او خبري کړي دي.
دا په داسي حال کي ده چي د افغانستان په ځینو سیمو کي طالبان ادعا کوي چي پرمختگ يې کړی او دغي ډلي د هیواد مهمو اقتصادي شاهرگونو ته سترگي نیولي دي.
د دغي ډلي جنگیاليو مخکي له دې له تاجيکستان سره په سرحد کي د شیرخان بندر تر خپل کنترول لاندي راوستی وو. دغي ډلي تیره اونۍ همدارنگه له ایران سره په سرحد کي د اسلام قلعه بندر او له ترکمنستان سره په سرحد کي د آقینه او تورغونډۍ بندرونه هم تر خپلي ولکې لاندي راوستي ول. امنیتي ځواکونو ویلي چي د اسلام قلعه بندر یې بیرته نیولی دی.
داسي ښکاري چي له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو او د جگړو د زیاتوالي له امله د دغه هیواد گاونډیان، خپلو هیوادونو ته د جگړې د لمن له پراخیدو څخه اندیښمن سوي دي.
GP/NZ/SCHI