1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا د بگرام پوځي اډه افغانانو ته سپاري

۱۴۰۰ خرداد ۱۲, چهارشنبه

د افغان امنیتي ځواکونو په حواله، د امريکا پوځ غواړي په افغانستان کي خپله مهمه پوځي اډه په څه ناڅه درو اونیو کي افغان امنیتي ځواکونو ته وسپاري. د بگرام په دغه پوځي اډه کي به کله نا کله تر ۳۰زرو پوري ځواکونه ځای پر ځای ول.

Afghanistan Checkpoint in der Nähe der Bagram Basis
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

د افغان امنیتي ځواکونو یوه کارکوونکي د سې شنبې په ورځ د فرانسې خبري آژنس AFP ته ويلي دي چي، په دريو اونيو کي به د بگرام پوځي اډه وروسپارل سي.

د امریکا متحده ایالاتو د امنیتي ځواکونو یوه مشر که څه هم د نوموړي اډې د تسلیمولو خبر تائید کړی خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

بګرام په افغانستان کي د امریکا متحده ایالاتو او ناټو تر ټولو لویه پوځي اډه ده. په دغه ځای کي چي له کابله ۵۰ کیلومتره لیري دی، ځیني وخت تر ۳۰زرو پوري ځواکونو ځای پر ځای ول. سربیره پر دې په دغه محوطه کي یو زندان هم موجود وو چي طالب جنګیالي او نور افراطیان به پکښي بندیان کیدل.

امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کي ډیري نوري اډې هم تسلیم کړي دي. امریکا او ناټو غواړي د روان کال د سپتمبر مياشتي تر یوولسي نېټې خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي.

له بلي خوا په تیرو اونیو کي په افغانستان کي تشدد لاپسي زیات سوی. د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولي خبرو اترو کي کوم پرمختګ نه لیدل کیږي. څارونکي خبرداری ورکوي چي د دغو ځواکونو تر بشپړ وتلو وروسته به امنیتي وضعیت لاپسي خراب سي.

GP/NZ/AG