د کام ایر شرکت ویلي دي، چي دا یو د هغو پروازونو د جملې څخه ؤ، چي هره ورځ تر سره کیږي.
دغه سفر چي د هوايي خدماتو د مشهوره منتقد، جوش کاهیل لخوا هم بدرګه کیده، «بزنس اینسایدر» مجلې ته ویلي، چي دغه سفر بیله کوم مشکل تر سره او ډیر هوسا ؤ. هغه چي د ښځو د نړیوالي ورځي لپاره یو مستند فلم هم جوړوي، غواړي د افغانستان دغه تاریخي واقعه هم په خپل فلم کي په مستند ډول سره شامله کړي. کاهی د دنیا په ډیرو برخو کي اوږده سفرونه کړي دي.
جوش کاهیل او دوې ښځي پیلوټانيانځور: Josh Cahill/Zivilluftfahrtbehörde Afghanistan
جوش کاهیل دغه ښځینه پيلوټاني ډیري با استعداده بللي او ویلي یې دي چي هغوی د نړۍ د نورو پیلوټانو په ډول ډیر مسلکي عمل کړی دی.
د هوا له لاري سفر په نړۍ کي د واټن تناوونه ډېر رالنډ کړي دي. خو ځيني وختونه بیا مسافر وړونکي الوتکي له حادثو سره هم مخامخ کيږي. دلته هغه هوايي شرکتونه وپېژنئ چي هيڅکله يې الوتکه نه ده لوېدلې.
انځور: Wright Electric
هواين هوايي شرکت
د هواين په نوم امريکايي شرکت له ۱۹۲۹م کال راهيسي پروازونه کوي. دغه شرکت د خونديتوب اړخ ته ډېر پام کوي. که څه هم چي دغه شرکت د ۱۹۹۳ او ۲۰۰۳ کلونو تر منځ ډېوالي سوی هم وو، خو هيڅکله يې د الوتکو حادثه نه ده لرلې.
انځور: picture-alliance/AP Photo/O. Garcia
ايزي جېت هوايي شرکت
د ايزي جېت په نوم ارزان قيمته دغه بريتانوی هوايي شرکت په ۱۹۹۵م کال جوړ سو. د دغه شرکت الوتکو تر اوسه هيڅ حادثه نه ده درلودلې. د دغه هوايي شرکت د پروازونو په تړاو کومي لانجې هم نه دي رامنځ ته سوي.
انځور: Wright Electric
راين ائير هوايي شرکت
د آيرلندي هوايي شرکت راين اير الوتکو ته هم تر اوسه کومه لويه حادثه نه ده ور پيښه سوې. يوازي په ۲۰۰۸ کال د دغه شرکت يوې الوتکې په روم کي اضطراري ناسته وکړه. د ناستې پر وخت د دغې الوتکي يوه ټاير ته تاوان ورسېد او له مځکي وموښته. خو مسافرو ته ضرر و نه رسېد.
انځور: AP
ورجن هوايي شرکت
د ورجن اتلانتک، ورجن آستراليا او ورجن امريکا شرکتونه نه يوازي د خپل ځانګړي نوم (ورجن معنی باکره) له کبله مشهور دي، بلکي له دې کبله هم چي د نړۍ له ۲۰ تر ټولو خوندي هوايي شرکتونو څخه دي.
انځور: picture alliance/AP Images/M. Faulkner
امارات هوايي شرکت
د عربي اماراتو هوايي شرکت امارات له ۱۹۸۵م کال راهيسي پروازونه کوي خو په الوتنو کي يې هيڅکله وژونکې حادثه نه ده رامنځ ته سوې. يو ځل د دبی پر هوايي ډګر د دغه شرکت يوې الوتکي اور اخيستی وو. که څه هم چي په دغه الوتکه کي سپارليو ته هيڅ زيان نه واوښت، خو يو اور وژونکی ووژل سو.
انځور: picture alliance/dpa/M. Gambarini
اتحاد هوايي شرکت
اتحاد د منځني ختيځ يو بل هوايي شرکت دی چي په ښه خونديتوب مشهور دی. خو د دغه شرکت يوه الوتکې د فرانسې په يوه هوايي ډګر کي پر مځکه د امتحاني حرکت پر وخت د زيات سرأت له کبله له ديوال سره ټکر سوه. په دغه پيښه کي ۹ کسان ژوبل سول چي پکښي د ۴ کسانو ټپونه جدي ول.
انځور: picture-alliance/AP Photo/K. Jebreili
قطر هوايي شرکت
قطر هوايي شرکت له ۲۰۰۴م کال راهيسي الوتنې کوي او د نړۍ يو له تر ټولو خوندي شرکتونو څخه بلل کيږي. خو دوه ځله د دغه شرکت الوتکو اور اخيستی. لومړی ځل په دوبی کي په ۲۰۰۷م کال او دويم ځل په ۲۰۱۷م کال په دوهه کي. خو په دغو حادثو کي هيچا ته تاوان و نه رسېد.