1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مرستو کمښت د افغانو ښځو پر روغتیا ناوړه اغيز کړی دی

۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۷, جمعه

په افغانستان کې د نړيوالو مرستو کموالي له کبله د مېرمنو په روغتيايي پالنه کي ستونزي زياتي شوي دي. په عين حال کي د بشري حقونو يو سازمان د ښځو او ماشومانو د مړینې د شمير پر لوړوالې هم انديښنه څرګنده کړې ده.

Afghanistan humanitäre Hilfe
په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو مړينه زیاته شوې(آرشیف)انځور: picture-alliance/AP/R. Maqbool

د بشري حقونو د څار سازمان د افغانو ښځو په اړه انديښنه څرګنده کړېده. دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د می ۶مه نېټه) د يو راپور په خپرولو سره ويلي چې  په زيات احتمال سره به دغه وضعیت نور هم خراب شي، ځکه داسي انتظار کيږې چې سږکال د سپتمبر په مياشت کې د نړيوالو ځواکونو له وتلو وروسته به نړیوالې مرستې نورې هم کمې شي.

له بشري حقونو سازمان څخه د ښځو په برخه کي کارپوهې میرمن هیدر وویل، چې مرسته کونکي هېوادونه په اوس وخت په دې انتظار کې دي، چې آيا طالبان به پر افغانستان خپل کنترول پراخ کړي او که نه. هغې زياته کړه: «خو اساسی اړتياو ته د لاس رسې په موخه د مرستو کمولو بهانه نه شی کیدای، چې مرسته رسوونکي سازمانونه په هغه سیمو کي چې د طالبانو په کنترول کي وې، هم کولی شي مرستي ورسوي.»

دغه راپور د « که ژوندۍ پاتې شم غواړم څلور ماشومان ولرم» تر عنوان لاندي خپور سوی دی. په دغه راپور کي و روغتیايي مرستو ته د انجونو او مېرمنو د لاس رسي پر ستونزو او په همدې شان د روغتیايي سیستم خرابیدلو پر موضوع بحث سوی دی چي د نړیوالو مرستو کمېدلو سره تعلق لري.

د دغه راپور لیکوالان ټينګار کوي چې ياده ستونزه له کلونو راهيسي دوام لري او دا چي د مرستو د کمېدو له کبله د دغې ستونزي زيان رسونکی اغېز له اوس څخه لا روښان دی. د بشري حقونو يو سازمان د ښځو او ماشومانو د مړینې د شمير پر لوړوالې انديښنه څرګنده کړې ده. زياته سوې چي د مرستو کمښت تر ډيره د ښځو پر ژوند ګواښونکي پايلې لري. په دغه راپور کې زياته شوې چې افغانستان په ډيره لوړه کچه و نړیوالو مرستو ته اړ او متکي دی، ځکه دغه مرستې د حکومتي بودجې ۷۵ سلنه جوړوي.  

د دغه راپور له مخې له همدا اوس څخه په ډيرو سیمو کي خلک په ډيرې سختۍ سره روغتيای کلينیکونو ته لاس رسې لري. زياته سوې:« د کورنيو او صحي پروګرامونو په اړه ښځې په سختۍ سره ضروري معلوماتو ته لاس رسې لري.» دغه راز په دې راپور کې راغلي چې ښځې غواړي ډير ماشومان ولري، نو له همدي کبله د ميندوارۍ پر مهال چې ډير خطرونه زغمي، د مړینی شمير په ښځو او ماشومانو کې ډير زيات دې.

د ملګرو ملتونو سازمان د راپور له مخې په افغانستان کې له لس زره ښځو څخه ۶۳۸ يې د ميندوارۍ له کبله او يا د زیږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي او له هرو ۱۰۰۰ ماشومانو څخه يې ۶۰ تنه له پنځه کلنۍ څخه مخکې مري.

آ./ح.ح./ا.ا.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب