«د افغانستان له خوا په بريد کې يو پاکستانی عسکر وژل شوی»
۱۳۹۹ آبان ۱۴, چهارشنبهد آلمان د خبري آژانس ډي پي ای په حواله د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو ادارې «آي اس پي آر» په يوه اعلاميه کې ويلي: «ترهګرو د پاکستان او افغانستان پر پوله د ژوب په منځکۍ سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه وکړل.»
زياته شوې چې په برید کې د نيمه پوځي ځواک نور دوه سرتیري ټپيان شوي هم دي.
په اعلاميه کې زياته شوې: «پاکستان تل د افغان چارواکو سره په دې اړه خبرې کړي چې خپل لوري ته دې د سرحد په اغیزمنه توګه د اداره کولو له پاره ګامونه پورته کړي څو د سرحد له بلې غاړې څخه د دغه ډول ترهګریزو پېښو مخه ونيوله شي.»
پر سرحد دا پېښه تر هغه يوه ورځ وروسته رامنځته شوې چې د افغانستان د سولې له پاره د امريکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د پاکستان د پوځ د مشر جنرال قمر جاويد باجوه سره ليدلي او په «سرحد پورې پر تړلو چارو» او د افغان سولې پر بهيرغږيدلي دي.
د افغانستان او پاکستان حکومتونه پر يو بل تور لګوي چې د يو بل پر سرحدونو د بريدونو له پاره له اسلامپالو وسله والو څخه کار اخلي.
پاکستان په ۲۰۱۷ م کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ۲۶۰۰ کيلومتره اوږده پوله د کټارو په لګولو پيل کړی وو څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د وسله والو ډلو تګ راتګ محدود کړي.