۵۳۵ افغانان باید د کال تر پايه آلمان ته ولېږدول شي
۱۴۰۴ آذر ۲۷, پنجشنبه
د آلمان د کورنیو چارو فدرالي وزیر الکساندر دوبریندت، ويلي دي چې هغه غواړي افغان ښځې او نارینه چې د منلو رسمي ژمنه لري، تر ممکنه حده د روان کال تر پایه آلمان ته راولي. د آلمان د مسيحي سوسيال اتحاد ګوند دغه سیاستوال د رېداکسیونزنېڅوېرک آلمان (RND) په نوم د رسنيو شبکې ته وویل: «اوس مهال لا هم ۴۶۰ کسان د فدرالي منلو پروګرام کې شامل دي او ۷۵ کسان د سیمه ایزو همکارانو په پروګرام کې دي، چې دا مهال په پاکستان کې حضور لري.»
د آلمان د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه: «موږ لېوالتيا لرو چې دا بهیر تر ممکنه حده ژر پای ته ورسېږي او په دې اړه له پاکستاني چارواکو سره په اړیکه کې یوو.» هغه وویل: «موږ غواړو دا بهیر تر ډېره په دسمبر میاشت کې پای ته ورسوو، خو کېدای شي ځینې انفرادي قضیې پاتې شي چې په نوي کال کې یې وڅېړو.»
افغانانو ته د اخراج ګواښ
د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۵ کال د دسمبر ۱۶) د آلمان د فدرالي حکومت له خوا په تنظیم شوې چارټر الوتکه کې ۱۶۰ افغان ښځې او نارینه برلین ته ورسېدل. دا کسان چې د منلو په پروګرامونو کې شامل دي، د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې په مېلمستونونو کې ځای پر ځای شوي ول. هغوی د امنیتي څېړنو او د ویزو د ورکړې تر بشپړېدو پورې په اسلام آباد کې ول.
پاکستان د آلمان حکومت ته په اصل کې یوازې د کال تر پایه د منلو د بهیر لپاره وخت ورکړی دی. وروسته ب
ه دا کسان افغانستان ته اخراج شي. خو ویل شوي، چې دا مهال د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ پوله تړلې ده.
ائتلافي حکومت د منلو نوي پروګرامونه نه غواړي
طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې یو ځل بیا د افغانستان په پلازمېنه کابل کې واک ترلاسه کړ. د آلمان فدرالي حکومت هغه مهال ژمنه وکړه چې د آلماني بنسټونو پخواني سیمه ایز همکاران او نور هغه کسان چې په ځانګړي ډول له خطر سره مخ دي، آلمان ته ومني. خو د آلمان د ائتلافي حکومت غړو ګوندونو مسيحي سوسيال اتحاد، مسيحي دموکرات او سوسيال دموکرات په خپل ائتلافي تړون کې ليکلي: «موږ به داوطلبانه د منلو پروګرامونه تر ممکنه حده پای ته ورسوو (لکه افغانستان) او نوي پروګرامونه به نه پیل کوو.»
تېرې اوونۍ شاوخوا ۶۵۰ افغانانو، چې د منلو نورې ژمنې یې ترلاسه کړې وې، د آلمان د فدرالي حکومت له خوا وروستۍ منفي پرېکړه ترلاسه کړه. له دې سره هغوی ته دا وړاندیز هم وشو، چې افغانستان ته د ستنېدو يا کوم دريم هيواد ته د تګ په برخه کې ورسره، حتی مالي مرسته به هم وشي.