1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانان: خلیلزاد افغانستان طالبانو ته وسپاره

۱۴۰۰ مهر ۲۷, سه‌شنبه

وروسته له هغې چې د افغانستان د سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد استعفی وکړه، افغانانو پر نوموړي تور لګولی چې هغه اصلاً افغانستان طالبانو ته وسپاره. د امریکا خارجه وزارت د خلیلزاد استعفی تائید کړې ده.

Afghanistan | Der afghanische Rat entscheidet über das Schicksal von 400 Taliban-Gefangenen
انځور: Reuters/M. Ismail

 وروسته له هغې چې نن د سه شنبې په ورځ د افغانستان د سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د استعفی خبر خپور شو، ګڼ شمیر افغانانو پر نوموړي تور پورې کړی چې هغه افغانستان طالبانو ته سپارلی دی. د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت پرون د دوشنبې په ورځ د خلیلزاد استعفی تائید کړه.

د خلیلزاد د استعفی سره سم د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل په یوه ټویټري پیغام کې هغه مکار بللی دی او داسې څوک چې افغانستان یې یوه داسې حالت ته سوق کړ چې بیرته ترې نه شي وتلی.

خلیلزاد چې د افغانستان په سیاست کې یې له لسیزو راهیسې مهم نقش لوبولی، له نورو انتقادونو سره هم مخامخ شوی دی. د یو شمیر افغانانو په باور نوموړي له طالبانو سره د سولې د خبرو په جریان کې دغې ډلې ته ډیر امتیازات منلي دي. د واشنګټن او طالبانو ترمنځ تیر میلادي کال یو تړون هم لاسلیک شوی وو چې پکې خلیلزاد مرکزي نقش درلود.

د دغه توافق په اساس، امریکا متحده ایالاتو ژمنه کړې وه چې له افغانستانه به خپل ټول عسکر وباسي او په بدل کې یې طالبانو د افغانستان له پخواني حکومت سره د سولې د خبرو ژمنه کړې وه.

کارپوهان وايي چې په اصل کې د واشنګټن او طالبانو ترمنځ شوی تړون، واک ته د طالبانو په رسیدو کې مهم نقش لوبولی دی. تر تړون وروسته، طالبانو له پخواني افغان حکومت سره د سولې له خبرو مخ وګرځوو او د پوځي بریا هڅې یې پیل کړې.

د افغانستان د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د افغانانو بد وضعیت د خلیلزاد میراث دی. د هغه په باور خلیلزاد یو ماموریت ناکام کړ او په نړیواله سطحه یې د امریکا نوم بد کړ.

په عین وخت کې د افغانستان د پخواني حکومت د دفاع وزارت یوه مرستیال ویلي چې خلیلزاد د دې له پاره راغلی وو چې سوله راولي، له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو اخراج په منظم شکل وشي خو په خبره یې خلیلزاد له دې څخه یو کار هم نه دی کړی. دا هم په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د خلیلزاد د استعفی د منلو سربیره د هغه له خدماتو مننه کړې ده.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل