1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بیا هم له آلمان څخه رد سوي مهاجر افغانستان ته واستول سول

۱۳۹۹ اسفند ۲۰, چهارشنبه

یو وار بیا له آلمان څخه ۲۶ رد سوي نارینه مهاجر په یوه الوتکه کي افغانستان ته واستول سول. له ۲۰۱۶ کال راهیسي تر اوسه پوري ۱۰۱۵ تنه رد سوي افغان مهاجر بیرته خپل هیواد ته استول سوي.

Deutschland Symbolbild Abschiebung
انځور: picture alliance/dpa/B. Roessler

لکه څنګه چي د هوايي ډګر چارواکو آلماني خبري آژانس ته وویل، دغه الوتکه د چهارشنبې په سهار پلازمېنه کابل ته ورسیدله. د کرونا پاندیمي له امله تر یوې وقفې وروسته، د ۲۰۲۰م کال له مارچ مياشتي راهیسي، د رد سوو مهاجرو لومړنۍ الوتکه په دسمبر کي دغه هیواد ته رسیدلې وه. له هغه راهیسي هره میاشت دغه ډول الوتني ترسره کیږي.

دا له ۲۰۱۶م کال له دسمبر مياشتي راهیسي د رد سوو مهاجرو دغه ډول ۳۷ پرواز دی او په دې ډول تر اوسه پوري له آلمان څخه ۱۰۱۵ افغان مهاجر بیرته خپل هیواد ته استول سوي دي.

بحراني هیوادونو ته د مهاجرو استول یوه شخړه ایزه موضوع ده. د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولي د خبرو اترو پر بیرته پیل کیدو سربیره بیا هم په دغه هیواد کي داخلي جنګونه ادامه لري.

په تیرو لسو کلونو کي څه د پاسه ۱۰۰ زره ملکي کسان ددغو نښتو له امله وژل سوي او یا هم ټپیان سوي دي. په دا وروستیو وختونو کي په تیره بیا پلازمېنه کابل کي هدفي وژني ډېري مخ پر زیاتیدو دي.

په افغانستان کي اقتصادي حالت او کمزوری روغتیايي سیستم د کرونا پاندیمي له امله نور هم تر سخت فشار لاندي راغلی. 

PG/NZ/dpa

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل