1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ته يوه بله ډله افغانان انتقال شوي

بريښنا صابر | کې ان ای
۱۴۰۴ بهمن ۹, پنجشنبه

يو ځل بيا له پاکستان څخه يوه ډله افغانان آلمان ته را انتقال شوي چې د منل کيدو ژمنه ورسره شوې وه. په عين وخت کې تر ۳۰۰ ډېر نور کسان اوس هم په پاکستان کې آلمان ته د سفر په تمه ورځې شپې تیروي.

آرشيف انځور: د آلمان هانور ښار ته د يو ډله افغانان راتګ
د کورنيو چارو وزارت په حواله تازه انتقال شوي هغه کسان ول چې د آلمان منل کيدو د فدرالي پروګرام په ترڅ کې یې د منل کيدو ژمنه ترلاسه کړې وه.انځور: Julian Stratenschulte/dpa/picture alliance

د آلمان د کورنیو چارو وزارت د «کی ان ای» خبري آژانس د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي دي هغه الوتکه چې ۴۶ افغان وګړي پکې سپاره ول، د چهارشنبې په ورځ په برلين کې کښته شوې ده.

د کورنيو چارو وزارت په حواله دا ټول هغه کسان ول چې د آلمان منل کيدو د فدرالي پروګرام په ترڅ کې یې د منل کيدو ژمنه ترلاسه کړې وه.

اړونده موضوع:د منلو پروګرام؛ د چارتر الوتکې په مرسته ۱۹۲ افغانان آلمان ته انتقال سول 

د دې وزارت د معلوماتو په حواله اوس هم د ۳۵۰ په شا او خوا کې هغه کسان چې د منل کيدو د فدرالي پروګرام او د پخوانيو سيمه ایزو کارکوونکو په پروګرام کې د منل کيدو ژمنې ترلاسه کړې وې، په پاکستان کې دي. 

کابل کې پر میلمستون چاپه او پاکستان کې د افغانانو اندیښنې

03:54

This browser does not support the video element.

په آلمان کې په ټولنیزه توګه له خطر سره د مخامخ افغانانو د منل کيدو څلور بېلا بېل ډوله پروګرامونه موجود ول. د آلمان د منل کيدو فدرالي پروګرام، د پخوانيو سيمه ایزو کارکوونکو د انتقال پروګرام، يوه بله موقتي برنامه او همدا راز د منل کيدو د بشري حقونو يو نوملړ هم موجود وو.

د منل کيدو د پروګرامونو درول

د آلمان برحاله حکومت د خپل کار د پیلولو پر وخت اعلان وکړ چې د داوطلبانه منلو ټول پروګرامونه د امکان تر حده متوقف کوي. 

د آلمان حکومت اوس وایي چې يوازې هغو افغانانو ته به آلمان ته د سفر اجازه ورکړي چې د منل کيدو الزامي بڼه لرونکې حقوقي ژمنه ولري او د امنيتي اروزنې له بهيره تیر شوي وي.

اړونده موضوع: واده فول: المان به په پاکستان کې د افغانانو ملاتړ وکړي

د پناه غوښتونکو پلوي سازمان «پروازول» يو ځل بيا د آلمان له حکومت څخه غوښتي دي چې ټولو هغو افغانانو ته چې په ماضي کې ورته د منل کيدو ژمنه ورکړل شوې ده، بايد آلمان ته د سفر اجازه ورکړي.

دې سازمان ويلي دي چې اغیزمن کسان له پاکستان څخه افغانستان ته د اخراجيدو له خطر سره مخامخ دي.  

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب