راپور: د منلو ژمنه لرونکو افغانانو مېرڅ ته لیک استولی
۱۴۰۴ آبان ۱۹, دوشنبه
د یوې ورځپاڼې د راپور له مخې، يو شمېر هغو افغانانو چې د آلمان لپاره یې د منلو ژمنه ترلاسه کړې، د آلمان صدراعظم ته یو جدي درخواست استولی دی. هغوی په دوه مخیز لیک کې غوښتنه کړې چې د ژغورنې ژمنه دې بالاخره پوره شي او دوی دې طالبانو ته نه سپارل کېږي. د دغه ليک په تړاو راپور د «زود دویچه زایتونګ» ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ ورکړ.
ورځپاڼې د لیک له متن څخه اقتباس کړی: «موږ غوښتل او اړ وو چې د طالبانو له واکمنۍ وتښتو چې ژوندی پاتې شو.»
زياته شوې: «موږ نشو کولای بېرته افغانستان ته ستانه شو. دا ستنېدنه به زموږ د ډېرو لپاره په بې رحمانه او تاوتریخوالي ډکه توګه پای ته ورسېږي.»
ویل شوي چې دا لیک د شاوخوا د ۲۰۰۰ اغېزمنو کسانو له ډلې د ۶۰۰ کسانو د یو ګډ چټګروپ له لارې ليکل شوی او د شنبې په ماښام د بوندستاګ د اړیکو د دفترونو له لارې، صدراعظم فریدریش مېرڅ او څو وزارتونو ته لېږل شوی دی.
د دوبرېنډت د وړاندیز پر وړاندې غبرګون
د کورنیو چارو د وزیر الکساندر دوبرېنډت د هغه وړاندیز په اړه چې وايي د منلو ژمنه لرونکي افغانان دې د یوې مالي مرستې په بدل کې د منلو له حقه تېر شي، غوښتنليک لېږونکو سخت غبرګون ښودلی دی. ورځپاڼې د لیک له متن څخه راخیستي دي: «موږ د فقر له امله نه یو تښتېدلي، بلکې د تاوتریخوالي او مرګ له امله.» زياته شوې: «موږ نه غواړو باور وکړو چې هغه اداره چې یو وخت یې موږ ته د ګواښ پر وړاندې د خونديتوب ژمنه راکړې وه، اوس پخپله په یو ګواښ بدله شي.»
د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې لږ تر لږه ۱۹۰۰ افغانان چې په پاکستان کې د آلمان د منلو ژمنه لري، لا هم د داخلېدو فرصت ته منتظر دي. د هغوی په منځ کې پخواني د آلمان د پوځ یا نورو آلماني ادارو سیمه ایز کارکوونکي شامل دي چې په افغانستان کې یې کار کړی او همدارنګه هغه کسان چې د یوه دموکراتیک دولت د جوړولو په هڅو کې ښکېل وو او اوس د توندلارو طالبانو له خوا د ځورونې وېره لري.
په عيني حال کې د آلمان په بون ښار کې د افغانستان قونسلګرۍ د طالب استازي په مشري خپل کار پېل کړی دی.