په افغانستان کي جګړو په زرونو کسان بې ځایه کړي
۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۵, چهارشنبهد هلمند د کډوالو چارو مسوول ساجد محمد رامین، ویلي دي چي د هلمند په جنوب کي د سختو نښتو له کبله، شاوخوا زر کورنۍ مرکز لښکرګاه ته راتښتیدلي دي.
د می په لومړۍ نیټه له افغانستان څخه رسما د امریکایي ځواکونو د وتلو لړۍ پېل سوه او له هغې راهیسي د افغانستان په ډیرو ولایتونو کي جګړو زور اخیستی. د افغانستان د دفاع وزارت په حواله افغان امنیتي ځواکونو په هلمند ولایت کي د طالبانو حمله پر شا تمبولي ده. دغه وزارت وایي چي یاغیانو د نورو ترڅنګ د لښکرګاه پر ډیرو پوستو باندي بریدونه ترسره کړي دي.
د دفاع وزارت په حواله څه د پاسه ۱۰۰ تنه وسلوال طالبان او همدارنګه د القاعدې ۲۲ پاکستاني جنګیالي وژل سوي دي. د طالبانو په وینا په دغو نښتو کي په لسونو افغان امنیتي ځواکونه هم وژل سوي دي. دواړه خواوي هڅه کوي چي د مقابل لوري د قربانیانو په شمیر کي مبالغه وکړي.
له افغانستانه د پاته ۲۵۰۰ امریکایی ځواکونو د وتلو لړۍ په رسمي ډول د پنجشنبه په ورځ پیل سوه. د یکشنبه په ورځ امریکایي ځواکونو د هلمند په ناآرامه ولایت کي خپله اډه پریښوده.
ناټو د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په افغانستان کې خپل ماموریت ختموي. تر اوسه پوري په افغانستان کي شاوخوا ۹۶۰۰ د ناټو ځواکونه ځای پر ځای دي.
.