1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

د روغتیا وزارت: د پنځه ستوریزه روغتون انتظار مه لری

۱۴۰۰ خرداد ۳۰, یکشنبه

افغانستان د ایران څخه د اکسیجنو ۳۰۰۰ ډبې رانیولي او د هغو لمړنۍ یې هرات ته رسیدلي دي. وزرات همدارنګه د خلګو څخه غوښتي، چي د صحي خدماتو د برابرولو لوړ توقعات ونلري.

Afghanistan Kunduz | Covid-19 Behandlung in Kunduz
انځور: Dr. Ihasanullah Fazli/Department of Public Health of Kunduz

د کرونا ویروس په افغانستان کي په شدت سره د خپریدو په حال کي دی او روغتونو او صحي مراکزو ته د کرونا د مریضانو مراجعه ورځ په ورځ ډیریږي. 

په افغانستان کي د کرونا د دریمي څپې د شروع کیدو راهیسي په ډیرو روغتونو کي د اکسیجن او بسترونو کمبود سخت تشویشونه رامنځته کړي او د افغانستان د صحي څانګي دپاره په یوه لوی مشکل باندي تبدیل سوی دی.

د صحت عامې د وزارت سرپرست، عبدالوحید مجروح نن یکشنبه په کابل کي د یوه مطبوعاتي کنفرانس پرمهال وویل، چي د مشهد د پوهنتون او هرات د صحت عامې د ریاست د یوه توافق پراساس په نظر کي دي، چي همدا نن به هرات ته د اکسیجنو ۹۰۰ ډبې ورسیږي.

د ایران سره د مجموعأ ۳۰۰۰ ډبو د رانیولو قرارداد سوی دی. ددغه اکسیجن په واردیدو سره به په هرات او د هغه په شاوخوا ولایتو کي تر ډیره حده پوري د اکسیجن د کمبود مشکل رفع سي.

د صحت عامې د وزارت سرپرست همدارنګه وویل، چي د بلخ په ولایت کي د کمال نبي زاده او حاجي مایل په نامه دوه تجاران هره اونی د ازبکستان څخه د ۳۰۰ څخه تر ۵۰۰ پوري د اکسیجنو ډبې رانیسي او د بلخ د روغتون سره کومک کوي. تر اوسه پوری هغوی ۱۲۰۰ ډبې دغه روغتون ته انتقال کړي دي.

د بلي خوا دغه وزارت منلې ده، چي د اکسیجنو د کمبود په سبب ډیري شفاخانې د مریضانو د اخیستلو څخه ډه ډه کوي. ویل کيږي، چي په ډیرو شفاخانو او صحي مراکزو کي د کرونا د مریضانو دپاره مناسب بستر هم وجود نلري او اکثره یې د روغتونو په صحن کي انتظار باسي.

مجروح په دې هکله وايي، چي« حداقل په دغه وخت کي زموږ څخه د پنځه ستوریزه روغتون توقع مه لری، چي درته ډیر عصري اطاق یا بستر په اختیار کي درکول سي. زموږ څخه پدې مرحله کي ددوا، طبي سامان آلاتو، صحي پرسونل او اکسیجن توقع ولری.»

هغه خبرداری ورکړ، چي که خلګ د صحي پرسونل سره همکاري ونکړي، امکان لري، چي د مریضانو بسترونه تر سړکونو پوري ورسیږي.

انځور: Rahmat Gul/AP Photo/picture alliance

پداسی حال کي چي د کرونا ویروس سره د مقابلې او وقایه کولو تر ټولو مؤثره لار د واکسین اخیستل دي، خو دغه هیواد د کرونا واکسین د کمبود سره هم مخامخ دی. 

افغانستان ۴۸ ملیونه دوزه واکسین ته ضرورت لري

د صحت عامې د وزارت مسؤلین وايي، چي په نظر کي دي د جولای په میاشت کي هندوستان د افغانستان سره د ۴۶۸۰۰۰ دوزو کومک وکړي او دغه واکسیونونه به هغو کسانو ته تطبیق سي، چي دوهم هندی دوز واکسین یې ندی اخیستی. سربیره پردې «کوواکس»هم د افغانستان سره د ۱۶ ملیونو دوزو واکسین د ورکولو وعده کړې ده.

مسؤلین وايي، چي کوښښ کوي د افغانستان د ضرورت وړ واکسیونونه د نورو هیوادونو څخه هم رانیسي.

په عین حال کي د صحت عامې وزارت د راتلونکي لوی اختر په جریان او تر هغه وروسته د کرونا ویروس د دریمي څپې د قربانیانو د ډیریدو څخه خبرداری ورکړی او د خلګو څخه د پوره احتیاط تقاضأ لري.

د هغو رسمي ارقامو پراساس چي هره ورځ د دغه وزارت لخوا نشریږي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کي ۱۹۲۷ تنه په کرونا اخته سوي او ۹۳ تنه ورڅخه مړه سوي دي. پدې ډول سره د تراوسه پوري ثبت سوو ارقامو پراساس په افغانستان کي په کرونا د اخته کسانو تعداد ۱۳۹۲۴ تنو ته رسیدلی دی.

آ./م.ق.ن./ا.ا.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل