1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضاسعودي عربستان

سعودي سږ کال ۳۴۰ کسان اعدام کړي دي

شمس الرحمن ناصر | فرانس پریس
۱۴۰۴ آذر ۲۵, سه‌شنبه

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ سعودي عربستان روان کال د اعدام سزا په برخه کې خپل تیر ریکارډ مات کړی دی. د دوشنبې په ورځ هم ۳ کسان اعدام شوي چې له دې سره په روان کال کې په دغه هیواد کې د اعدامونو شمیر۳۴۰ ته ورسید.

په انځور کې په دار د زړول کیدو پړی یا رسۍ معلومیږي
د محکوم شوو کسانو له ډلې څخه ۲۳۲ کسان یې د نشه یي توکو اړوندو قضیو کې ښکیل ولانځور: picture-alliance/dpa/W. Steinberg

دا پرله پسې دویم کال دی چې سعودي عربستان د اعدامونو په برخه کې خپل تیر ریکارډ ماتوي. په ۲۰۲۴م کال کې په دغه هیواد کې ۳۳۸ کسان اعدام شوي وو.

د سعودي عربستان د کورنیو چارو زارت په حواله د مکې معظمې په حوزه کې درې کسان د قتل په جرم سزا له محکوم کیدو وروسته اعدام کړای شول. خو د فرانسې خبري اژانس د رپوټ له مخې په روان میلادي کال کې پر اعدام د محکوم شوو کسانو له ډلې څخه ۲۳۲ کسان یې د نشه یي توکو اړوندو قضیو کې ښکیل ول، چې دا اکثریت تشکیلوي.

کارپوهان دې زیاتوالي ته په ۲۰۲۳م کال کې د مخدره موادو پر وړاندې د سعودي حکومت له خوا پيل شوې مبارزې سره ارتباط ورکوي. د مخدره موادو د قاچاق په جرم نیول شوي ډیرې کسان د محاکمې بهیر له بشپړیدو وروسته اعدامیږي.

سعودي عربستان له نږدې درې کلنې وقفې وروسته د ۲۰۲۲م کال په وروستیو کې د نشه یي موادو اړوندو قضیو کې د اعدام سزا عملي کول بیا پيل کړل.

د ملګرو ملتونو په حواله سعودي عربستان په نړۍ کې د کیپټاګون په نوم د نشه کوونکو موادو یو له لویو بازارونو څخه دی، چې په سوریې کې د بشارالاسد د واکمنۍ پر مهال د دغه هیواد یو له لویو ناقانونه صادراتي توکو څخه و.

د ایران او سعودي عربستان اړیکې په کوم لور روانې دي؟

02:09

This browser does not support the video element.

د نشه يي موادو پر وړاندې د مبارزې کمپاین په ترڅ کې د ټول هیواد په کچه لویو لارو او سرحدي بندرونو کې د تالاشۍ پوستو شمیر زیات کړلی شوې. په دې منځ کې په ميلیونونو نشه یي تابلیتونه ضبط او لسګونو قاچاقبران ونیول شول.

د بشري حقونو ډلو په حواله تر ټولو ډیر بهرني اتباع د دې کمپاین په ترڅ کې په نښه کیږي، په داسې حال کې چې سعودي عربستان د خپل اقتصاد په ډیرو څانګو یا برخو کې پر بهرنیو کارګرو تکیه کوي.

د بشري حقونو سازمانونه په سعودي عربستان کې په پراخه پيمانه د اعدام سزا پر عملي کیدو نیوکه کوي. د ریپریو په نوم سازمان د استازي هیریئت مکلوچ په حواله زیاتره دغه مجرمین له تشدده ډکو پيښو کې ښکیل نه وو او د هغوي اعدامول هم د نړیوالو قوانیونو خلاف دی.

انتقاد کوونکي وایي چې په پرله پسې ډول اعدامونه د ولیعهد محمد بن سلمان د ۲۰۳۰ وژن پر اساس د یوه نوي او پرانیستي سعودي ټولنې انځور ته زیان رسوي.

خو د سعودي چارواکي وایي چې د اعدام سزا د عامه نظم ساتلو له پاره اړینه ده او دا د ټولو قانوني پړاونو له ترسره کیدو وروسته عملي کیږي.

د بخښنې نړیوال سازمان په حواله له چین او ایران وروسته سعودي عربستان له تیرو څو کلونو راهیسې په نړۍ کې د اعدام سزا عملي کونکی دریم هیواد دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب