په بوتسوانا کي د نړۍ دریم غټ الماس موندل سوی
۱۴۰۰ خرداد ۲۷, پنجشنبهد ديبسوانا ایالت د کانونو ادارې مشري ويلي دي چي د دغه قیمتي ډبري کیفیت خالص دی. لینیت ارمسترانگ د نوموړي الماس د معرفي کولو پر وخت وویل چي هغه یو بې ساری او غیر معمولي الماس دی. د هغې په خبره دغه الماس د رواني میاشتي په پیل کي د بوتسوانا د یوانینگ په معدن کي پیدا سوی چي په مجموعي ډول ۱۰۹۸ قيراطه دی.
دغه کان په هغه ستر شرکت پوري اړه لري چي ۵۰ سلنه پکښې د الماسو د تولید شرکت »دبېرس« او ۵۰ سلنه پکښي د بوتسوانا دولت ونډه لري. په مجموعي ډول په نوموړي شرکت پوري د الماسو څلور معدنونه مربوط دي چي د یواننگ کان د ۴۰۰ متره په ژوروالي سره یې تر ټولو غټ کان دی. دغه کان له ۱۹۷۲م کال راهیسي فعال دی او هغو الماسو ته په پاملرني سره چي په دغه کان کي پیدا سوي، د نړۍ تر ټولو شتمن د الماسو کان شمیرل کیږي.
بوتسوانا په افریقا کي د الماسو د کانونو لرلو په برخه کي یو مخکښ هیواد شمیرل کیږي.
د نړۍ دریم غټ الماس
د نوموړي کان د کارکوونکي، دیبوانا په خبره، دغه الماس چي تازه کشف سوی دی، د نړۍ لوی دریم الماس دی. تر ټولو غټ الماس چي تر اوسه کشف سوی ۳۱۰۶ قیراطه وزن یې درلود چي په ۱۹۰۵م کال کي په جنوبي افریقا کي کشف سوی وو. د «کولینان» په نامه دغه الماس چي نوم یې د کان د خاوند«توماس کولینان» څخه اخیستل سوی، پر ۱۰۵ برخو ویشل سوی دی.
د «لیسیدی لارونا» په نامه د نړۍ تر ټولو غټ دوهم الماس په ۱۹۱۵م کال کي په بوتسوانا کي کشف سو. د دغه الماس وزن ۱۱۰۹ قیراطه او لویوالی یې د تینس د یوه توپ په اندازه دی.
GP/NZ/DW.Online