د برلین د عدلیې وزیرې فِلور بادنبرګ پر وړاندې له سایبري برید وروسته چې ایران ته یې نسبت ورکول کیږي، الماني سیاستوالو او کارپوهانو د دا ډول بریدونو پر وړاندې د خوندیتوب غوښتنه کړې ده.
امنیتي سرچینې د برلین د عدلیې وزیرې فِلور بادنبرګ پر وړاندې سایبري برید ته د ایران پورې نسبت ورکويانځور: Emmanuele Contini/IMAGO
د لندن په کینګز کالج کې د امنیتي مطالعاتو استاد پیتر نویمان، د برلین د عدلیې وزیرې د جاسوسۍ قضیې د پایلو په اړه خبرداری ورکړی. نوموړی څو دلایل وړاندې کوي چې ولې هکرانو میرمن بادنبرګ انتخاب کړې ده: «ایران د چین او روسیې ترڅنګ یو له هغو هیوادونو څخه دی چې په المان کې تر ټولو ډیره جاسوسي کوي. سربیره پر دې د برلین د عدلیې وزیره پخپله ایراني ټبره ده، او مخکې تر دې یې د المان د داخلي امنیت په سازمان کې مهم نقش لوبولی دی او اوس هم د دغه بنسټ د راتلونکي مشرې په توګه مطرحه ده.»
د لندن په کینګز کالج کې د امنیتي مطالعاتو د دغه استاد په وینا «د ایراني مهاجرو ټولنه تل د ایران د استخباراتي ادارو تر نظر لاندې پاتې شوې ده.»
پيتر نویمان د خپلې مرکې په ادامه کې خبرداری ورکوي «د ایران د سایبري برید موضوع باید لا جدي ونیول شي، ځکه داسې یو څه کیدلی شي واقعاً هم ډیر خطرناک وي.»
دغه کارپوه له هیواد څخه بهر د سپاه پاسداران فعالیتونو ته هم اشاره کړې ده او ویلي یې دي چې تیر کال لږ تر لږه ۱۰ بریدونه په اروپا کې ثبت شوي دي او دغه فعالیتونه یوازې د سیاسي مخالفینو پر وړاندې نه ول، بلکې یهودي ټولنه یې هم په نښه کړې ده.
ټاګس شپیګل د خپل ځانګړي رپوټ په پای کې دې خبرې ته هم اشاره کړې ده چې بادنبرګ د المان د داخلي امنیت په سازمان کې د خپل فعالیت له وخت راهیسې د پولیسو تر حفاظت لاندې وه او دغه حفاظت ممکن له وروستۍ سایبري برید وروسته لا زیات ډیر شي.
سايبري هېکري بريد څه شی دی؟ ـ انځوريز راپور
سايبري بريدونه د کمپيوتري قلفونه ماتوونکو يا هېکرانو له خوا تر سره کيږي. په دغه انځوريز راپور کي د سايبري بريدونو د لاملونو او اړخونو په تړاو نور معلومات لوستلای سئ:
انځور: picture-alliance/dpa/MAXPPP/A. Marchi
تعريف
سايبر بريد د سره وصل سوو کمپيوترونو پر جال باندي قصدي حملې ته ويل کيږي. په زياتو مواردو کي دغه تعريف يوازي پر لويو کمپيوتري جالونو يا نېټ ورکس باندي د بريدونو له پاره صدق کوي. [ترتيب کوونکی: احمدولي اڅکزی]
انځور: picture-alliance/blickwinkel
نا معلوم کسان
زيات وختونه سايبري بريد کوونکي کسان د پردې تر شا عمل کوي او خپل اصلي هويت او موقعيت نه بربنډوي.
انځور: Reuters/Dado Ruvic
کمپيوتري کارپوهان
د کمپيوترونو قلف ماتوونکي چي د سايبري بريدونو له پاره اړين وي، د کمپيوتري امنيتي نظامونو کارپوهان وي. هغوی د کمپيوترونو د چلوونکو سيسټمونو کمزورۍ پيدا کوي او د هغو کمزوريو له لاري کمپيوترونه يا د کمپيوترونو جالونه هېک کوي.
انځور: picture-alliance/dpa
نړيوال سازمانونه
د سايبر يا انټرنټي مداخلو له لاري خصوصي کسان يا ډلې هم زهيرول کيدلای سي. د دغه ډول زهيرونو د مخنيوي له پاره دولتي او نړيوال سازمانونه هم وجود لري چي يو يې د ډيجيټل حقونو د بنسټ نړيوال سازمان دی.
انځور: Digital Rights Foundation
بريدګر
سايبري بريد د يو کس، يوې ډلې، يا حتی دولتي ځانګړو ادارو له لاري تر سره کېدلای سي.
انځور: picture alliance/blickwinkel/McPHOTOs
امنيتي ادارې
تقريبا ټول پرمختللي دولتونه خپل ځان ته د سايبري امنيت ساتنې له پاره ځانګړي دولتي ادارې لري. په دې ترڅ کي د بېلګي په توګه د آلمان پوځ د «ابوېر» ځانګړی مرکز هم لري.