1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانان لا هم په البانيا کې د امريکا ويزې ته په انتظار دي

۱۴۰۲ خرداد ۲۹, دوشنبه

په سلونو افغانان چې د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې کابل ته د وسله والو طالبانو د ورننوتو وروسته البانیا ته انتقال شوي وو، لا هم د امریکا متحده ایالاتو ویزې ترلاسه کولو ته انتظار باسي.

په البانيا کې د امريکا د ويزې منتظزو افغانانو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي
په البانيا کې د امريکا د ويزې منتظزو افغانانو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل ديانځور: FF/DW

د فيروز م. لا تر اوسه په کابل کې خپله وروستۍ ورځ نه ده هېره شوې. هغه د بس په مرسته د کابل هوايي ډګر کې په تر اندازې زیاتې له انسانانو ډکې الوتکه کې کښېنول شو. الوتکې په داسي حال کې پرواز وکړ چې په فضا کې لا د ډزو ږغونه اورېدل کېدل.

فيروز وايي چې د کابل د غرونو له څوکو وروسته چې يې څه په ياد دي، هغه »د قطر ائيرويز له الوتکې څخه دباندې د لمر لوېدنې منظره وه.» دغه ۳۵ کلن ژورنالست او عکاس او د افغانستان د فټبال فدراسيون پخوانی همکار اوس په البانيا کې شپې او ورځې سبا کوي. هره بله ورځ چې تېريږي نو د ده ناقراري او اندېښنې لا زياتيږي چې د امريکا د ويزې ورسره شوې ژمنه او په امريکا کې د نوي ژوند پېلول به وفا شي که نه.

دغه هم ولولئ: زرونو کسانو د البانیا د حکومت پرضد مظاهرې وکړې

د فيروز په شان تقريبا څلور سوه نور افغانان هم په البانيا کې دې ته په انتظار دې چې د امريکا متحده ايالاتو د ويزې پروسه يې بشپړه شي او هغوی امريکا ته ولاړ شي. له دوی څخه ځینې يې کوښښ کوي چې په البانيا کې کار پيدا کړي او ځینې يې بيا پر کور ناست دې او د کورنۍ د پاتې غړو په اړه اندېښمن دي.

خو د ټولو بيوروکراتيکو ستونزو او ځنډ سربیره دغه افغانان هيله من او د بهترو ورځو په انتظار دي. فيروز د شينجين په نوم سيمه کې د افغانانو لپاره چمتو شوې سرپناه کې ژوند کوي. دغه سيمه د پلازمېنې تيرانا په شمال لوېديځ کې په ۷۰ کلومترۍ کې ساحل ته نژدې پرته ده. فيروز هلته په يو لوی مال يا لوی سرپټي بازار کې ځان ته کار موندلای دی. هغه د تقريبا يو ساعت بس سفر وروسته د کار ځای ته رسيږي. هغه وايي چې د زیاتې وارخطايي او په افغانستان کې د پاتې کورنۍ غړو په هکله لېونۍ اندېښنې يې کمي شوي دي او په متحده ايالاتو کې خپل د نوي ژوند له پاره هيله من دی. هغه وايي: «زه وژغورل شوم... او اوس به په امريکا کې خپل نوی ژوند پېلوم، خو کله؟»

دغه هم ولولئ: البانیا ته انتقال شوو افغانانو اعتراض کړی دی

د ناټو غړي هيواد البانيا په لومړي سره کې ومنل چې د يو کال له پاره به له افغانستان څخه تخليه شوو افغانانو ته ځای ورکړي. په دې ترڅ کې تر ۳۲۰۰ څخه زياتو افغانانو ته د سېلانيانو په ځايونو کې سرپناوې ورکړل شوې. وروسته البانيا وويل چې که د دغو افغانانو د امريکا د ويزې په پروسه کې ځنډ رامنځته شي، نو د هغوی يو کلنه ويزې به ورتمديد کړي.

تر اوسه پورې تقريبا ۷۶ زره تخليه شوي افغانان د امريکا متحده ايالاتو ته رسول شوي دي چې د هغوی د اقامې د ستونزې د دايمي حل لپاره هلې ځلې هم ټکنۍ شوي دي.

تېر کال د افغانانو يوې ډلې په البانيا کې احتجاج وکړ او غوښتنه يې وکړه چې د دوی برخليک بايد معلوم کړل شي. د ځینو احتجاج کوونکو مېرمنو او ماشومانو په لاسونو کې داسې پوسترونه ول چې پرې ليکل شوي ول «موږ هېر کړل شوي يو.«
فيروز وايي دی بې له دې چې انتظار وکړي، بله لاره نه لري.

آ./ا.ا./س.ر.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل