1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران کې بارانونه لږ شوي، د وچکالۍ ويره شته

۱۴۰۲ مهر ۲, یکشنبه

په ايران کې په دريم پرله پسې کال د وچکالۍ خطر دی او د اوبو سرچينو ته اندېښنه په زياتېدو ده. د بارانونو کچه ښايي سږکال آن شل سلنه راکمه شوې وي.

Iran Dürre
انځور: Fars

د ايسنا په نوم خبري آژانس د ايراني هواپېژندونکو په حواله خبر ورکړی چې سږکال د ډېرو کلونو د اوسط په نسبت شل سلنه لږ اورښتونه شوي دي. په تېره د ايران ختيځ وچکالۍ ځپلی دی.

هواپېژندونکو د ايسنا په حواله ويلي چې د هېواد د اوبو مصرف ته په کتو د اوبو پايداره پاليسۍ ته اړتيا ليدل کيږي. د می په مياشت کې د ايران او افغانستان ترمنځ د هلمند سيند په سر شخړه راولاړه شوې وه. د ايران ولسمشر ابراهيم رئيسي په ګاونډي هېواد افغانستان کې حاکمو طالبانو ته خبرداری ورکړ چې لسيزې پخوا لاسليک شوی د اوبو په سر تړون دې مراعات کړي.

طالبان د تفاهم غوښتنه ترې کړې وه او د اقليم بدلون له کبله يې په سيمه کې وچکاليو ته اشاره وکړه. ايران چې څه نا څه ۸۸ ميليونه اوسېدونکي لري، ډېرې داسې سيمې هم لري چې دښتې او بيابانونه پکې ډېر دي. څېړونکي د کلونو راهيسې خبرداری ورکوي چې دغه سيمه د اقليمي بدلون په پايله کې له قحطۍ او وچکالۍ سره مخامخه ده.



 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب