1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند د مصنوعي ځيرکتيا په مرسته ژبې ژغورل غواړي

۱۴۰۴ آبان ۱۵, پنجشنبه

هند چې پکې له ۴۰۰ څخه ډېرې بومي ژبې او ګڼې لهجې شته، د نړۍ له هغو هېوادونو دی چې تر ټولو زیاته ژبنۍ تنوع لري. دغه هيواد هڅه کوي چې د مصنوعي ځيرکتيا په مرسته نه يوازې خپلې ژبې او لهجې وساتي، بلکه بهر هم دغه وړاندې کړي.

د ډيجيټالي دماغ گرافيک
مصنوعي ځيرکتيا د ژبو په ژغورنه کې مرسته کولای شيانځور: Alexander Limbach/Zoonar/picture alliance

هند د بومي ژبو لپاره د مصنوعي ځیرکتیا د ژباړې پلاتفورم «Adi Vaani» معرفي کړ. د «Adi Vaani» سانسکرتي کلمه نږدې دا مانا لري: «اصلي غږ». دا اپ به محرومو ټولنو ته دا توان ورکړي چې په خپلو ژبو د انټرنېټ له معلوماتو او دولتي خدمتونو ګټه واخلي او همدارنګه هغه ژبې وژغوري چې د له منځه تلو له خطر سره مخ دي.

په هند کې له ۱۹۶۱ کال راهیسې نیږدې ۲۵۰ ژبې له منځه تللې دي. د ژبپوهنې کارپوهان اندېښنه لري چې تر ۴۰۰ پورې نورې ژبې چې ډېری یې د بومي ډلو له خوا ویل کېږي او ځینې یې د ۵۰۰۰ کسانو نه هم کم ویونکي لري، ښايي په څو لسیزو کې له منځه ولاړې شي.

د هندوستان د بومي چارو وزارت ویلي دي Adi Vaani د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ ولاړه د ژباړې يوه وسیله ده، چې د بومي ژبو لپاره د یوه ستر راتلونکي ژبني ماډل بنسټ برابروي. دا پروژه پرمختللې AI ټکنالوژۍ د ټولنیزو او ګډو هڅو له لارو سره یوځای کوي چې د هند بومي ژبې او کلتورونه وساتي، پیاوړي يې کړي او بیا يې را ژوندۍ کړي.» دغه وزارت زیاتوي: «Adi Vaani یوازې د ژباړې يوه وسیله نه ده، بلکه دا یوه ملي ماموریت دی.»

انټرنټ ته د لاسرسي د کېفيت توپير

په هند کې انټرنېټي پوښښ او اړوند وسایل تقریباً هر ځای ته رسېدلي دي. په هندوستان کې له ۱،۴ میلیارده وګړو څخه شاوخوا ۱،۲ میلیارده کسان د موبایل انټرنېټ سره وصل دي. د ۱۵ څخه تر ۲۹ کلونو عمر لرونکو نیږدې ټول ځوانان موبایل لري. خو کارپوهان وایي، د لاسرسي اندازه د یو ډول استفادې معنا نه لري. په ځانګړي ډول په کلیوالو سیمو کې د اپونو، چټکو اړیکو او ډیجیټلي خدمتونو کیفیت توپیر لري.

دا پروژه لا د ودې په لومړیو پړاوونو کې ده. د ازمایښتي نسخې (Beta Version) کې د ایالتونو له مخې څلور ژبې شاملې دي: سانتالي (Santali) په اودیشه کې، بهيلي (Bhili) په مدیا پردیش کې، منډاري (Mundari) په جهارکنډ کې، او ګونډي (Gondi) په چتیسګړ کې. دا اپ اوس له ګوګل پلې سټور څخه ډاونلوډ کېدای شي، او د اېپل ورژن يا نسخه به يې هم ژر راشي.

د منځپانګې له اړخه، ډېری ژبې د پراختیا لپاره ستونزې رامنځته کوي. د کمپیوټري ژبپوهنې کارپوهه، رادهيکا مامیدي، د «کاتولیک خبری اژانس» سره په خبرو کې وویل: «په ډېرو ژبو کې د اداري او تخصصي اصطلاحاتو کمښت دی. هغه منابع، لکه لغتنامې، که موجودې هم وي، په ډیجیټلي بڼه نه دي.» هغې زیاته کړه: «ډېر ګران کار دی چې داسې اصلي ویونکي ومومو چې هم د ټکنالوژۍ کارپوهان وي او هم داسې ګډه ژبه (Lingua Franca) وپېژني چې له هغوی سره اړیکه ونیولای شو.»

ژبې چې ليکدود نه لري

مامیدي چې د حیدراباد «د نړیوال معلوماتي ټکنالوژۍ انسټیټیوټ» (IIIT) کارپوهه ده، د دې اپلیکشن د جوړولو په پروسه کې برخه لرلې ده. هغې وویل: «ځینې ژبو خپل لیکدودونه رامنځته کړي، خو ډېری نورې ژبې بیا یوازې د شفاهي روایت له لارې پاتې دي. له همدې امله پخوا ځانګړی لیکدود نه و جوړ شوي. اوس ډېری د سیمې د واکمنې ژبې لیکدود کاروي.» دا حالت په ښوونځیو کې هم شته: «هندي یا انګلیسي د تدریس غالبې ژبې دي او ډېر لږ ښوونځي شته چې په ځانګړو بومي ژبو تدریس کوي.»

د ورته هڅو بېلګې په نورو هېوادونو کې هم لیدل کېږي. په نیوزیلنډ کې د «Te Hiku Media» په نوم غیر انتفاعي رسنیزه اداره د «Te Reo Maori» ژبې د ژوندي ساتلو لپاره د مصنوعي ځیرکتیا وسیلې کاروي. په اندونیزیا کې د «Komodo 7B» نومې ماډل د اندونیزي ژبې او څو سیمه ییزو ژبو لکه جاواني، بالي ‌نې او سونداني لپاره وروزل شو. د یوې جاپاني مطالعې له مخې، د مصنوعي ځیرکتیا کارونه په کینیا کې هم د له خطر سره مخ ژبو د ژغورنې لپاره اغېزمنه لار ده.

په امریکا کې د «Cherokee» او انګلیسي تر منځ د ماشيني ‌ژباړې یو سیستم جوړ شوی. په آیسلنډ کې هم د مصنوعي ځيرکتيا څېړونکي د آیسلنډي ژبې د پیاوړتیا لپاره د انګلیسي د سیال په توګه کار کوي. دا پروژه د یوې نادرې، خو کوچنۍ ژبې د نړیوال فشار پر وړاندې د ژوندي پاتې کېدو هڅه ده. د «Google Woolaroo» اپ خلکو ته دا توان ورکوي، چې د انځور پېژندنې له لارې د ۳۰ له خطر سره مخ ژبو لغتونه زده کړي. د مصنوعي ځیرکتیا نور خدمات لکه ChatGPT، ادعا کوي چې د سانتالي او منډاري ژبو محدودې ژباړې وړاندې کوي، خو د کارپوهانو په وینا، دا لا هم له تېروتنو ډکې دي.

د مصنوعي ځیرکتیا د روزنې معلوماتي سیټونه

لا په ۲۰۲۲ کال کې د هند حکومت د ژبني تنوع د ودې لپاره د «Bhashini Project» په نوم یو ټول‌ شموله تخنیکي ایکوسیستم پیل کړی و. د دې موخه دا ده چې د هند د ژبو لپاره د مصنوعي ځیرکتیا د روزنې معلوماتي سیټونه جوړ کړي، په هغو ژبو هم، چې کمې سرچینې لري.

د حیدراباد IIIT چې د هندي او تیلګو ژبو د ماشیني ژباړې په جوړولو کې تجربه لري، د سانتالي ژبې دوه میلیونه لغتونه يې وکارول چې د «Adi Vaani» لپاره لومړنی ژبنی ماډل جوړ کړي. د سانتالي ژبې شاوخوا ۷،۵ میلیونه ویونکي دي چې ډېری یې د هند په ختیځ او شمال ختیځ برخو کې د سانتال قوم پورې تړاو لري. دا ژبه د هند د اساسي قانون د ۲۲ رسمي ژبو له ډلې څخه ده.

مامیدي وايي، د سانتالي لپاره جوړ شوی ماډل د ژباړونکو د نظرونو او بېرته ‌راکړو يا په اصطلاح انټرايکشن له لارې لا ښه شوی دی. ماميدي وايي: «لومړی باید ماډل جوړ شي، او بیا یې ورو ورو د ډېرو معلوماتو له تغذیې سره اصلاح شي.» هغې زیاته کړه: «دا د یوه ماشوم په څېر دی، چې یوه ژبه زده کوي.»

حمید مومند ته ولې د هندي مکتب شاعر ویل کېږي؟

03:55

This browser does not support the video element.

احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل