1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د راتلونکي جګړې به څرنګه وي؟

۱۴۰۰ خرداد ۱۸, سه‌شنبه

نړۍ د وسلو د توليد يوه نوي پېر ته داخله شوې ده چې مصنوعي ځېرکتيا یې اساسي برخه ده. که څه هم چې دمګړۍ د تکنالوژۍ په مرسته پوځي وړتيا وده کړې ده، خو که جدي نه وڅارل شي، د بې ثباتې خطر شته.

Deutschland warnt: KI-Wettrüsten bereits im Gange
انځور: DW

په نړۍ کې د داسو وسلو د جوړولو سيالي پېل شوې ده چې مصنوعي څيرکتيا پکې کاریدلې وي. د آلمان د بهرنيو چارو وزير هایکو ماس دا خبره له دويچه ويله نړيوالې شبکې سره د يوه مستند فلم له پاره په مرکه کې کړې ده. د هغه په خبره دا يو سياسي حقيقت دی چې ټول يې باید قبول کړي.

نړيوال ځواکونه يو پر بل د لاس بري هڅې کوي او دا به په مصنوعي ځيرکتيا پورې اړه ولري چې کوم هيواد او يا پوځ څومره ځواکمن دی.

چين په خپله هغه تګلاره کې چې د راتلونکو پنځو کلونو له پاره يې جوړه کړې ده، مصنوعي ځيرکتيا هم شامله کړې ده.

د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين خو په ۲۰۱۷م کال کې لا ويلي ول: «هر څوک چې په دې میدان کې مخکې وو هغه به په راتلونکي کې په نړۍ کې د مشرتابه نقش لوبوي.» ځيني نور هيوادونه هم پر دې تکنالوژۍ ډېره پانګونه کوي، خو عموماً داسې پروګرامونه پټ ساتل کيږي.

د ناګورني قره باغ په لانجمنه سيمه کې تېر کال د ارمنستان او آذربايجان ترمنځ بيا وسله واله جګړه په دې ترڅ کې يو ډېر مهم پرمختګ ثابت شو. د بهرنيو اړيکو اروپايي کونسل په نوم څېړنیز مرکز غړې او په جګړو کې د بې پېلوټه الوتکو د کارولو اړوندو چارو کارپوهه اولريکه فرانکه وايي چې د دې شخړې په ترڅ کې د«kamikaze drone» چې ځانمرګي ډرونونه هم بلل کیږي، کارول تر ټولو مهمه خبره وه.

دا بې پېلوټه الوتکې د هغو هدفونو د په نخښه کولو وړتيا هم لري چې په دې کې د نصب شويو کامرو له لاس رسي هم ليرې وي. د فرانکه په حواله دا تکنالوژي تر دې د مخه هم کارېدلې ده خو په اوسنيو پوځي عملياتو کې د دې تکنالوژۍ وړتيا په ښه شان سره څرګنده شوه.

انځور: Ben Bloker/US Air Force/dpa/picture alliance

د ياد څېړنيز مرکز دې غړې زياته کړه چې نورو پوځي ځواکونو هم دا هر څه مشاهده کړل او همدا وجه ده چې په دې وروستيو میاشتو کې د «کاميکازې ډرونز» سره علاقه ډېره شوې ده. دمګړۍ ځيني ستر هيوادونه د دې سیسټم د رانیولو هڅې کوي.

دا خو يې يوازې پېل دی. په واشنګټن کې د Security  Center for a New American په نوم څېړنیزې موسسې څخه مارتن واسر وايي چې په راتلونکي کې به د څو بې پېلوټه الوتکو څخه جوړ «کاميکازې ډرونونه» د ټول فضايي دفاعي سيسټم د ويجاړولو صلاحيت ولري.

د هارورد  پوهنتون د حقوقي چارو د برخې استاده بوني دوکرتي غواړي چې په وسله والو شخړو کې د روبوټونو احتمالي استعمال لا له اوسه منع شي. نوموړې د داسې يوه کمپاين مشري هم کوي چې موخه یې يوه داسې تړون ته حتمي بڼه ورکول دي چې له مخې دې پر دې ډول وسلو بندیز ولګول شي.

شمالي کوريا یوه «ډیره عصري وسله» آزمویلي

خو اسرائيل، روسيه، امريکا او بريتانيا د دې ډول اتوماتيکو روبوټونو جوړولو ته چمتووالی نيسي او تل يې د داسې يوه تړون مخالف کړی دی.

د آلمان د بهرنيو چارو وزير هایکو ماس د بوني دوکرتي د دې کمپاين پلوی نه دی، خو غواړي چې دغه ډول يو تړون رامنځته شي.

نوموړي دويچه ویله ته وويل چې دی غواړي په دې ډول يوه تړون کې ټول مهم هيوادونه شامل وي. هغه وويل چې غواړي په دې تړون کې هغه ټول هيوادونه شامل شي چې د اتوماتيکو روبوټونو په جوړولو بوخت دي او په يوه وسله واله شخړه کې يې د کارولو وړتيا لري.

زياتره کارپوهان په دې آند دي چې د مصنوعي ځيرکتيا د کارولو له پاره بايد قانوني مقررات موجود وي. هغوی زياتوي چې په دې برخه کې د مقرراتو ټاکل د وخت اړتيا ده.

ب. ص/ ن. ز (Richard Walker )

زموږ له آرشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب