ډبلیو اف پي د میلیونونو وګړو د شدېدې لوږې خبرداری ورکړ
۱۴۰۴ مهر ۲۳, چهارشنبه
د ملګرو ملتونو د خوړو نړېوال پروګرام د چهارشنبې په ورځ (د اکتوبر ۱۵مه) خبرداری ورکړ چې په «حېرانوونکې» توګه د ډونرانو له خوا د مرستو قطع کېدا د دوی بودجه د کمښت له خطر سره مخ کړې ده. دغه سازمان اندېښنه ښوولې چې دغه وضعیت به د نړۍ په سطحه تر ۱۳ اعشاریه ۷ میلیونه پورې هغه بې وزله خلک چې اوس مهال د دغه سازمان له خوا خواړه ترلاسه کوي، د لوږې «بېړنۍ» سطحې ته ورداخل کړي چې دا تر قحطۍ یو ګام مخکې حالت دی.
ډبلیو اف پي خبرداری ورکړی چې د بودجې کمښت به ېې شپږ مهم عملیاتونه اغېزمن کړي چې افغانستان هم پکې شامل دی. نور هېوادونه د کانګو دموکراتیک جمهوریت، هایتي، سومالیا، جنوبي سوډان او سوډان دي. دغه سازمان زیاتوي چې یاد هېوادونه «حاضردمه له سترو اختلالاتو سره مخ دي چې د کال تر پایه به حالت نور هم خراب شي.»
په روم کې د خوړو نړيوال پروګرام دفتر په یو نوي رپوټ کې ویلي: «ډبلیو اف پي په حېرانونکې توګه د بودجې له ۴۰ سلنې کمښت سره د مخ کېدو په حال کې دی،» هغه هم په داسې حال کې چې «د ۲۰۲۴ کال د ۹ اعشاریه ۸ میلیارډه ډالرو بودیجې په پرتله سږکال د ۶ اعشاریه ۴ میلیارډه ډالرو بودیجې وړاندوینه شوې وه.»
رپوټ زیاتوي: «بشردوستانه سیستم په داسې حال کې تر شدیدو فشارونو لاندې دی چې د مخکښو مرستندویانو په شاتګ سره یو خلا رامنځ ته شوې ده.»
په رپوټ کې د مرستو د قطع کېدو سره په تړاو د کوم هېواد نوم نه دی ذکر شوی، خو لنسیت ژورنال چې طبي موضوعات خپروي په خپل یو رپوټ کې یادونه کړې چې د فنډ یا مرستې تر ټولو ډېره برخه د امریکا متحده ایالاتو له خوا قطع شوې ده.
ورته نور ولولۍ: سیګار: له افغانستان سره د امریکا تقریباً ټولې مرستې درېدلي دي
د امریکا ولسمشر، دونالد ترمپ، سپينې ماڼۍ ته په راتلو سره د امریکا بهرنۍ مرستې کمې کړې چې په نړېواله سطحه ېې پر بشري ماموریتونو دروند اغېز درلودلی دی.
په رپوټ کې همدارنګه ويل شوي چې «د پروګرامونو پوښښ کم او راشنونه قطع شوي دي. په فاجعه ېې حالاتو کې کورنیو سره نجات ورکوونکې مرستې په خطر کې دي، په داسې حال کې چې راتلونکو ستونزو ته د چمتوالي کچه هم رالوېدلی.»
افغانستان چې په دغه رپوټ کې ېې نوم د فقیرو هېوادونو په کتار کې ذکر شوی، تر ډېره پر نړېوالو مرستو متکي دی، په داسې حال کې چې وار د مخه هم شاوخوا څلور لسیزو جګړو، وچکالیو او مهاجرتونو سخت ځپلی دی.
د خوړو نړېوال سازمان وايي د مرستو کمښت به سبب شي چې د نړۍ په سطحه له ۱۰نیم نېولې تر ۱۳،۷ میلیونو پورې هغه وکړي چې اوس مهال د غذايي خوندیتوب له لحاظه د بحران په دریمه درجه کې (IPC Phase 3) واقع دي، څلورمې عاجلې درجې (IPC Phase 4) ته ورداخل شي چې دا له قحطۍ یوه درجه مخکې حالت دی.