1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مرستندوی سازمانونه: نړيوال دي د غزې په شخړه کي مداخله وکړي

احمد حکيمي | د آلمان خبري آژانس
۱۴۰۴ شهریور ۲۶, چهارشنبه

د ملګرو ملتونو د یوې څېړنیزې کمېټې د راپور له مخې، د اسرائیل عملیات د فلسطینیانو د له منځه وړلو هڅه او نسل وژنه ده. مرستندویې ډلې د نړۍ مشرانو ته خبرداری ورکوي چې د غزې ولس په ناوړه انساني بحران کې یوازې پرېښودل شوی دی.

یادو سازمانونو ویلي چې د نه اقدام په صورت کې به لا ډیر انسانان خپل ژوند له لاسه ورکړي.
نړیوالو سازمانونو پر نړیوالو ږغ کړی چې د ملګرو ملتونو تر راپور وروسته د غزې جګړې د پای ته رسولو له پاره مداخله وکړي.انځور: Abed Rahim Khatib/Anadolu/picture alliance

د چهارشنبې په ورځ نړیوالو مرستندویه ډلو د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ تر غونډې وړاندې د نړۍ پر مشرانو باندې غږ کړی دی چې د حماس او اسرائیل ترمنځ جګړه پای ته ورسوي. د دوی په وینا، دغه جګړه به لا ډیر انسانان له منځه یوسي.

د «سیف دی چلډرن» اعلامیه چې د شلو نورو سترو نړیوالو مرستندویو ادارو چې د غزې په تراډه کې فعالیت لري، په استازیتوب خپره شوې، راغلي: «دولتونه باید د مداخلې له پاره له خپلو ټولو شته سیاسي، اقتصادي او حقوقي وسایلو څخه کار واخلي.» په خپره شوې اعلامیه کې د اسرائیل له لوري پر غزې باندې د هرې ورځې بریدونو د یادونې سربیره راغلي: «د نړۍ مشران اقدام نه کوي. حقایق له پامه غورځول کیږي. شاهدان څنډې ته کیږي. او د [جګړې] د مستقیمو پایلو له کبله لا ډیر کسان وژل کیږي.»

یادو سازمانونو ویلي دي چې د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه د نړیوالو قوانینو پلي کول اختیاري ګڼي، چې دا بې ساری خطر رامنځ ته کوي. په لاسلیک کوونکو کې د بې‌ پولې ډاکټران سازمان، پاملرنه یا کییر انټرنیشنل، د ناروې د کډوالو شورا او اکسفام شامل دي.

د اسرائیلو او حماس ډلې ترمنځ د جګړې د پیل راهیسې ګڼ شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. انځور: picture alliance / Anadolu

د یادو سازمانونو له لوري دغه اعلامیه یوه ورځ وروسته له هغه خپره شوه چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کارپوهانو یوې کمېټې تائید کړه چې د اسرائیل پوځي عملیات د فلسطیني ولس د له منځه وړلو هدف لري او دا د نسل وژنې بڼه لري.

اسرائیل د دې راپور غندنه کړې او هغه یې «رسوايي» بللی، او ټینګار یې کړی دی چې جګړه د حماس پر ضد ده، نه د ملکي وګړو پر ضد، او حماس په جګړه کې له ملکي خلکو د سپر په توګه کار اخلي.

مرستندویو ډلو زیاته کړې ده چې نړیواله ټولنه د عیني شاهدانو څرګندونې له پامه غورځوي او د غزې خلک د ډېرېدونکي ناورین سره یوازې پرېښودل شوي دي. په اعلامیه کې ویل شوي: «موږ له داسې کورنیو سره لیدلي چې د څارویو خوراک خوري او د خپلو ماشومانو له پاره د خوړو په توګه د ونو پاڼې په اوبو کې جوشوي.»

د اعلامیې په خبره تر اوسه پورې زرګونه فلسطیني وګړو د اسرائیل له لوري په بمباریو کې خپل لاسونه او پښې او د بدن غړي له لاسه ورکړي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل