1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شهزاده چارلز د سولي او بشري حقونو له پاره مبارزه وستایله

۱۴۰۰ دی ۱۱, شنبه

۷۳ کلن بریتانوي شهزاده پرینس چارلز د نوي عیسوي کال په مناسبت وینا کي د نړۍ په ډیرو سیمو کي د سولي او بشري حقونو په لار کي د مبارزې ستاینه وکړه.

Prinz Charles Porträt
انځور: FrankHoemann/SVEN SIMON/picture alliance

د بریتانیا شهزاده ۷۳ کلن چارلز د هغه پیغام له مخي چي د هغه استوګنځای کلارنس هاوس د شنبې په ورځ خپور کړ، وویل: « په داسي هیوادونو لکه افغانستان، سوریه، میانمار، او داسي نورو کي د سیاسي او مذهبي تعقیب او ځوروني خطر او حقیقت او همدارنگه ناامني د مخ په زیاتیدونکي خراب بشري وضعیت سره تړاو لري.»

د هغه په خبره «دغه ډول ناخوالو ته په کتو سره، ډیر باجرأته انفرادي کسان، سیمه اییز بڼسټونه او نړیوال سازمانونه د عکس العمل په ښودلو سره د حیاتي مرستو د چمتو کولو له لاري سختو اړتیاوو ته جواب وایي.»

د انگلستان د ملکې ۹۵ کلني دوهمې الیزابت مشر زوی ټینگار وکړ چي هغه په سوله اییز ډول د ټولو شخړو د له منځه وړلو او هغه زړورتیا  له پاره دعا کوي چي په نړیواله سطحه له اړو او کمزورو انسانانو څخه ملاتړ کوي.

چارلز د بریتانیا د سره صلیب او د ژغورنې نړیوالې کمیټې په ګډون د یو شمیر مرستندویه سازمانونو سرپرست دی.  

GP/NS/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب