1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر سپينو ورېښتانو د ائير انډيا ممانعت غبرگونونه راوپارول

۱۴۰۱ آذر ۶, یکشنبه

د هند هوايي شرکت ائير انډيا خپل مسافر پال په دې مکلف کړي دي چي که يې ورېښتان سپين وي نو توروي به يې. خو دغه اصولو تنقيدونه راپارولي دي.

Airliner Traffic November 2022
انځور: Bayne Stanley/ZUMA/picture alliance

د ائيرانډيا هوايي شرکت په الوتکه کي دننه د مسافرو مراقبت کوونکو خپلو همکارانو لپاره نوي اصول اعلان کړي دي. د دغو مقرراتو له مخي د مثال په توگه په هوټل کي د لنډو پتلونونو پر اغوستلو او د سپينو ورېښتانو پر نه تورولو بنديز لگول شوی دی. د دې تر څنگ پر مسافر پالو ږغ شوی دی چي که يې ورېښتان توييږي نو دي يې بالکل خريي.

 طالبان: د هوايي ‌ډګرونو د هوايي حريم د کنترول تړون له عربي اماراتو سره لاسليکيږي
خو د ائيرانډيا شرکت له خوا ياد اصول پر انټرنټ او خواله رسنيو تاوده بحثونه رامځته کړي دي. په داسي حال کي چي بعضي کاروونکو دغه اصول غېر تناسبي او مبالغه آمېز بللي دي، نو نورو يې بيا هرکلی کړی دی او هغه يې پر ځای او اړين بللي دي. د دغو اصولو په تړاو راپور د اين ډي ټي وي په نوم ځايي تلويزيون خپور کړی دی.

په اصولو کي دا هم راغلي دي چي ښځينه همکارانې به حتما غوږوالي کوي او خپل نوکان به د يونيفورم سره په همږغي رنگ کي رنگوي. همکاران او همکارانې به په هوټلونو کي د شپې تېرولو پر وخت اجازه ونلري چي لنډي لمني، سوري لرونکي يا لنډ پتلونان واغوندي.
د اې اين آی په نوم خبري آژانس د ائير انډيا شرکت د نوو اصولو په هکله يو مطلب خپور کړی دی.

د پيلوټانو اعتصاب؛ لوفتهانزا شرکت۸۰۰ پروازونه لغوه کړل

د ياد شرکت همکارانو و دغه خبري آژانس ته ويلي دي چي دغه شرکت فکر کوي چي انځور يې د نړيوالو معيارونو سره همږغی نه دی اوسېدلی او غواړي اوس ورته تغيير ورکړي. د ياد شرکت همکارانو زياته کړې ده چي د دغه شرکت اداره غواړي چي شرکت يې د نړيوالو معيارونو سره برابر شي. د ټاټا سَنز شرکت څو مياشتي تر مخه دغه دولتي شرکت رانيولی وو.

آ./ا.ا./ن.ص.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب